د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان ومړ

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان ومړ

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي پخوانی کوفي عنان، له لنډې ناروغۍ وروسته په سويزلرلنډ کې مړی شوی دی.

دی ۸۰ کلن و. کورنۍ یې دی يو نړيوال دولتي سړی بللی، چې په وينا يې لا عادلانه او سوله ييزې نړۍ ته په ژوره ژمن و.

ده په ۲۰۰۱ کال کې د دغه نړيوال سازمان فعالولو سره په تړاو د نوبل سولې جايزه ګټلې وه.

د ده تر ټولو تازه رول، د ميانمار روهېنګيا مسلمانانو د کړاو او کډوالۍ کړکېچ پلټنې کمسيون مشري وه.

دلته یې ژوند ته لنده کتنه شوې ده.