د استرالیا مسلمانانو اختر کې د استسقا لمونځ وکړ

زرګونو مسلمانانو د سیډني لوېدیځ کې د اختر لمونځ وکړ د انځور حقوق LEBANESE MUSLIM ASSOCIATION
Image caption زرګونو مسلمانانو د سیډني لوېدیځ کې د اختر لمونځ وکړ

په استرالیا کې نژدې ۳۰ زره مسلمانانو د اختر په مناسبت د هغو کروندګرو د همدردۍ په موخه د باران لپاره د استسقاء لمونځ وکړ، چې سختې وچکالۍ ځپلي.

د استراليا پلازمېنه سربېره په نیو سوت وېلز، کوینلنډ، سوېلي استرالیا او وېکټوريا کې په جوماتونو کې د استراليا په ختیځ کې د سختې وچکالۍ د پای ته رسېدو دعاوې وشوې.

په دغو سترو راټولېدنو کې د کروندګرو لپاره بسپنې هم راټولېږي.

لمونځ کوونکي له ۱۶ جوماتونو راغونډ شوي وو.

د استسقاء دا لمونځ د اختر تر لمانځه وروسته وشو.

د لبنان اسلامي ټولنې د لوېدیځ لاکیمبا ښار یوه جومات کې د استسقاء لمانځه لپاره مسلمانان وربللي وو.

ددې ټولنې سمیر دندن ویلي: ''د یوې استرالیایۍ کورنې په توګه، باید موږ له هغو خلکو سره خواخوږي وښيو چې ملاتړ ته اړتیا لري.''

دی زیاتوي: ''زموږ د یو موټی کېدو وخت رارسېدلی چې زیانمنو شویو ته لاسونه وغځوو.''

د استرالیا ډېرې برخې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي.

د انځور حقوق LMA
Image caption استسقاء لمونځ د لاکیمبا ښار جومات کې وشو
د انځور حقوق EPA
Image caption کروندګر ددې سیمې ډېری برخو کې د خپلو څارویو مړولو لپاره امکانات نه لري

کروندګر تر ډېره د وچکالۍ ښکار شوي، ځکه محصولاتو ته یې پوره اوبه نه شته او څاروي لرونکي بیا خپلو مالونو ته اوبه نه لري.

د استرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرنبول خبرداری ورکړی چې هېواد یې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

اړونده مطالب