"د روسیې د سولې هڅې هغه بهیر ټکنی کوي چې افغان او امریکايي چارواکو پیل کړی"

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
v

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنېږي، خو مسکو دا تورونه ردوي.

مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په حواله ویل شوي چې طالبان د موسکو په کوربتوب د افغانستان په تړاو غونډه کې برخه اخلي، خو اوس نیویارک ټایمز لیکي چې طالبانو دا تایید کړې چې خپل استازي د مسکو غونډې ته استوي.

نیویارک ټایمز لیکي په کابل کې د دوی دفتر ته د طالبانو له خوا په استول شوي پیغام کې دا تایید شوې چې د دوی استازي به د مسکو غونډې ته ځي او مشري به یې په قطر کې د طالبانو د استازولۍ مشر شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

ورځپاڼه لیکي له یو لړ هڅو وروسته ښکیلې خواوې بریالۍ شوې چې طالبان خبرو ته را وړاندې شي او هیله دا ده چې دغه ډله د رسمي خبرو د پیل لپاره له شرطونو تېره شي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي دا چې د ټولو ښکیلو خواوو له ګډون پرته به د مسکو غونډه څه ډول وي دا لا نه ده معلومه خو د روسیې له خوا د سولې لپاره په هڅو کې په قوت سره ګډون هغه ډيپلوماټیک بهیر ټکنی کوي چې افغان او امریکايي چارواکو پیل کړی دی.

دې ورځپاڼې له بي بي سي سره په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن هغه څرګندونې را اخستې چې ویلي روسیه له طالبانو سره پټ اړیکي پالي.

هغه تور لګولی و چې روسیه طالبانو ته د وسلې او جنګي وسایلو په ور کولو سره د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې کوي.

خو د روسیې ځواب دا و چې امریکا په افغانستان کې د روانې اوږدې کشالې مسووله ده.

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د مسکو په غونډه کې د طالبانو ګډون د افغانستان د جګړې په تیرو اولس کلونو کې بیلوونکې نښه بللې ده.

دغې ورځپاڼې د دې سرلیک لاندې چې له اولس کاله جګړې وروسته طالبان د سولې لپاره مسکو ته ځي، لیکي دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته دغه ډله په ښکاره په سیمه ییزه کچه د ډيپلوماسي په ډګر کې ګام پورته کوي.

پاکستاني ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د دغه هېواد بهرنۍ کړنلارې ته ځانګړې کړې او لیکي چې د افغانستان، هند او امریکا سره اړیکي د پاکستان لپاره تل یو چلنج دی او د انصاف ګوند ته پکار دي چې یو لړ سختو مناقشو ته چمتو اوسي.

ورځپاڼه زیاتوي د انصاف ګوند د بهرنۍ کړنلارې ټیم ته پکار دي دا په پام کې ونیسي چې لومړی وزیر عمران خان به څومره په بهرنۍ کړنلاره کې دخیل وي او د پوځ او ملکي حکومت اړیکي به په کوم حالت کې وي.

ورځپاڼه لیکي د بهرنۍ کړنلارې په اړه د دولتی بنسټونو ترمنځ اجماع رامنځته کولو ته اړتیا ده خو دا اجماع رامنځته کول به د بهرنیو چارو وزیر لپاره سخته وي خو ممکنه هم ده.

د افغانستان او شمالي ایرلنډ کرکټ لوبې په تړاو ایرش ټایمز لیکلي افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته سخته ماته ورکړه.

دې ورځپاڼې د افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د لوبې ستاینه کړې ده، هغه په 54 توپونو دوه اتیا رنزونه جوړ کړل.