ټرمپ: که زه استیضاح شم، د ونډو بازار به سقوط وکړي

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي، څوک نه شي کولای داسې یو څوک احضار کړي، چې دی یې 'عالی شان ماموریت' بولي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ده هر ډول استیضاح به د ونډو بازارونو د سقوط سبب شي.

د امریکا له فوکس نیوز خبري شبکې سره مرکه کې ښاغلي ټرمپ وویل، که دی استیضاح شي 'له کبله به یې اقتصادي ورانی ویجاړی رامنځته شي او هر څوک به ډېر بیوزله شي. ' ولسمشر له دې مخکې د ځان احضارېدو احتمال په تړاو لږ غږېدلی.

نوموړي وویل تاسې نه شئ کولای داسې څوک استیضاح کړئ، چې ' په عالي توګه یې دنده ' تر سره کړې.

څوک نه شي کولای داسې یو څوک استیضاح کړي، چې د ده په وینا په عالي ماموریت ګومارل شوی وی. دی یې 'عالی شان ماموریت ' بولي.

د ټرمپ پخوانۍ سلاکارې ولې د ټرمپ غږیز پیغام خپور کړ؟

نیویارک ټایمز ټرمپ ته: خبریالان د خلکو دوښمنان مه بوله

د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي ټرمپ پخواني مدافع وکیل میکایل کوهین یوې محکمې ته وویل، د ډونلډ ټرمپ په امر یې ټاکنیز قوانین یې مات کړي دي.

خبریالان وايي داسې نه معلومېږي، چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو مخکې به د ښاغلي ټرمپ مخالفین د هغه استیضاح هڅه وکړي.

کوهېن د قسم له پورته کولو وروسته محکمه کې ویلي، د ۲۰۱۶ کال ټاکنیز کمپاین پر مهال یې دوو ښځو ته چې ادعا کوي له ولسمشر سره یې جنسي اړیکي درلودل د پټه خوله پاتې کېدو له کبله پېسې ورکړې دي.

خو ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي، چې دغه پېسې د کمپاین له پېسو نه دي ورکړل شوې، بلکې په وینا یې دا یې شخصي پېسې وې او وايي ده ته 'په دې اړه وروسته ' معلومه شوې.

ښاغلي کوهن جولای میاشت کې یو غږیز کلیپ خپور کړ، چې په ظاهره پکې له ولسمشر سره د پېسو ورکړې په تړاو غږیږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي کوهن جولای میاشت کې یو غږیز کلیپ خپور کړ، چې په ظاهره پکې له ولسمشر سره د پېسو ورکړې په تړاو غږیږي.

بل لور ته ولسمشر ټرمپ پر ښاغلي کوهین تور پورې کوي، چې د خپلې سزا کمولو لپاره یې دغه کیسې جوړې کړې.

د پیسو دغې پټې ورکړې په تړاو د امریکا فدرالي ټاکنو کمېسیون ته د کمپاین پر مهال څه نه و ویل شوي، خو پوښتنه دا ده، چې ایا دا د ولسمشر د شخصي شهرت خوندي ساتلو لپاره ورکړل شوې وې او که د ولسمشرۍ کاندید په حیث د هغه شخصیت په اړه د تصور ناسموالي مخنیوي لپاره داسې شوي و؟

د امریکا ټاکنیزو قوانینو له مخې باید د هغو ټولو پیسو په تړاو رپوټ ورکړل شي، چې د خلکو پر رایو اغېز کوي.