فېسبوک د میانمار د پوځي مشرانو حسابونه بند کړل

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د میانمار د پوځ لوی درستیز مېن اون هېنګ

د میانمار یا برما د پوځ لوی درستیز په ګډون یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي له دې وروسته فیسبوک ګڼون یا اکاونټ نشي لرلی.

فېسبوک له هغه وروسته د دوی اکاونټونه بند کړل چې ملګرو ملتو یوه رپوټ کې د میانمار له څو مشرانو د پوښتنو ګروېږنو او قانوني تعقیب غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو پر دې کسانو تور لګولی چې د میانمار د لږکیو مسلمانانو روهینګیا پرضد تاوتریخوالي او په توکمپاکونه او ټول وژنه کې رول لري.

دا لومړی ځل دی چې فېسبوک د یو هېواد د پوځي یا سیاسي مشر اکاونټ بندوي.

د عکس سرچینه، AFP/ Getty Images

د عکس تشریح،

روهینګیا مسلمانان په پڼډغالو کې هم داسې ژوند لري.

په ټول کې فېسبوک د میانمار اړوند اتلس حسابونه او ۵۲ پاڼې یا پېجونه بند کړي دي.

همدا رنګه د انسټاګرام یو اکاونټ هم بند شوی چې د فېسبوک اړوند و.

تر نږدې ۱۲ میلیونه کارنو دا حسابونه څارل.

فیسبوک په میانمار کې یوه تر ټولو لویه خواله رسنۍ ده او په دغه هېواد کې تر اتلس میلیونو ډېر کارن لري.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې دا هم ویل شوي چې میانمار کې "فېسبوک انټرنېټ دی"، خو "هغو کسانو ته په ښه وسیله بدل شوی چې کرکه او نفرت خپرول غواړي".

د ملګرو ملتونو رپوټ کې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پوځي عملیاتو له امله تر اوو لکو ډېر روهینګیایان ګاونډي بنګله دېش ته کډه شول.

د ملګرو ملتونو دا وروستی رپوټ میانمار کې د روهینګیا خلاف عملیاتو د غندلو لپاره تر ټولو جدي څرګندونې لري.

د روهینګیا مسلمانانو پرضد تېر کال له هغه وروسته عملیات پیل شول چې رخاین ایالت کې وسله والو د پولیسو پر پوستو برید وکړ.

خو د پوځ عملیاتو کې په زرګونو کسان ووژل او تر اوو لکو ډېر روهینګیایان ګاونډي بنګلدېش ته کډه شول.

د پوځ عملیاتو کې له بشري حقونو د سرغړونې، قصدي وژنو، جنسي تېریو او جایدادنو سوځولو پراخې ادعاوې هم شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د میانمار پوځ د روهینګیا د توکمپاکونې په سیستماتیک پلان تورن شوی دی.

په رپوټ کې د میانمار د پوځ د مشر مېن اون هېنګ په ګډون د شپږو لوړپوړو پوځي چارواکو نومونه اخیستل شوي او غوښتنه شوې چې د روهینګیا د توکم پاکونې او ډلوژنې له امله باید وپوښتل شي.

دا غوښتنه هم شوې چې د دوی دوسیه باید نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو رپوټ له وروستي کړکېچ څو میاشتې مخکې پیل شوی و.

رپوټ کې د روهینګیا مسلمانانو سره تاوتریخوالی د تېرو څو لسیزو بوږنوونکی ناورین بلل شوی دی.