روسیه له ۱۹۸۱ راهیسې تر ټولو پراخ پوځي تمرینات کوي

یو روسی ټانک، د پوځي عصري کول د ولسمشر پوتین لومړیتوب دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

یو روسی ټانک، د پوځي عصري کول د ولسمشر پوتین لومړیتوب دی

روسیه راتلونکې میاشت پوځي تمرینات کوي، چې له سړې جګړې راهیسې به دغه هېواد کې تر ټولو پراخ بلل کېږي. دې کې به ۳۰۰ زره پوځیان برخه لري.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وايي له منګولیا او چین نه به هم دې تمریناتو کې پوځي ټولګي برخه واخلي، چې ټاکل شوې د هېواد مرکزي او ختیځو سیمو کې وشي.

دفاع وزیر د (وستوک-۲۰۱۸ ) په نامه دغه علمیات د ۱۹۸۱ شوري تمریناتو ته ورته وبلل چې پکې پر (ناټو د یوه برید) تمثیل هم شامل و.

روسیې او بیلاروس پروسږ کال هم یو لړ تمرینات کړي، چې کچه یې کوچنۍ وه. روسیې له ناټو سره هممهاله پوځي روزنه ډېره کړې ده.

۲۰۱۴ کال کې چې روسیې اوکراین کې پوځي مداخله وکړه، ورسره پر هغه هېواد لویدیځ بندیزونه ډېر شول او د روسیې پولو ته نژدې د ناټو پوځي شتوالی هم وخوت.

ښاغلی شویګو وايي، دغو تمریناتو کې به ۳۶ زرو پورې پوځي زغروال ګاډي کارول کېږي، چې د سپتمبر له ۱۱ تر ۱۵ پورې به غځېږي.

تمریناتو کې به سمندري ځواک او پاراشوټي پوځیان هم برخه اخلي. د روسیې ټول پوځي ځواک نژدې یو میلیون پوځیان اټکل شوی دی.

د وستوک تمریناتو کې د پوځیانو شمېر له هغه ځواک سره برابر بلل کېږي، چې د دویمې نړیوالې جګړې په یوه برخه کې شامل وو.

د اتومي توغندیو په ګډون د پوځ عصري کول د ولسمشر ولادمیر پوتین لومړیتوب دی.