ګوګل، فېسبوک او ټوېټر ته د ډونلډ ټرمپ خبرداری

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ وايي، ګوګل خپلو کارنو ته تر ډېره د نوموړي ضد خبرونه ور ښيي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انټرنېټ د خواله رسنیو وېبپاڼې ګوګل، ټوېټر او فیسبوک په توپیري چلند تورنوي او وايي، ځوروونکو پولو کې ښکېلېږي.

نوموړی زیاتوي، د خواله رسنیو دا وېبپاڼې باید ډېرې محتاطې شي.

له دې مخکې نوموړي د انټرنېټ پلټونکي لوی ماشین ګوګل باندې تور ولګاوه چې پلټونکي یې داسې برابر کړي چې د ټرمپ ضد او چپي خبرونه ډېر ولیدل شي.

د هغه په خبره، ډېری هغه خبرونه چې د ګوګل پلټونکي یې لومړیو کې پیدا کوي د نوموړي د دولت ضد منفي رپوټونه دي.

د ډونلډ ټرمپ اداره وايي، چې په دې برخه کې د اصولو پر ټاکلو غور کېږي.

د ښاغلي ټرمپ له دې خبرو وروسته ګوګل د بیانیې په خبرولو سره د ډونلډ ټرمپ دا خبرې رد کړې او ویې ویل، چې د دې وېبپاڼې پلټونکی ماشین یې کومه سیاسي ایجنډا نه لري او نه د کوم چا له سیاسی نظر سره توپیري چلند کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د فیفا له مشر سره لیدنه کې ډونلډ ټرمپ رسنیو ته سور کارت وښود.

سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرو کې ډونلډ ټرمپ وویل، چې ګوګل له ډېرو خلکو ته ډېرې ګټې ترلاسه کړې او دا جدي خبره ده.

د فیسبوک او ټوېټر په نوم یادولو سره هغه زیاته کړه چې دوی ته احتیاط غوره دی، ځکه له خلکو سره یې داسې چلن نه دي پکار، موږ ته په زرګونو شکایتونه راځي.

هغه د شکایتونو په تړاو د ممکنه ګام پورته کولو تفصیل ونه وایه.

خو د ولسمشر ټرمپ اقتصادي سلاکار د ګوګل په تړاو وايي، سپینه ماڼۍ دا "ارزوي" چې اصول رامنځ ته کړي او " یو څه پلټنې او څېړنې" وکړي.

شنونکي وايي، د ډونلډ ټرمپ دعوه کمزورې ده، ځکه روښانه نه ده چې څه ډول غبرګون به وښيي.

شنونکي وايي، د پلټونکي ماشین یا ګوګل د پایلو بدلول د قانون خلاف ورزي ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګوګل د ډونلد ټرمپ ادعا ردوي.

له دې مخکې ډونلډ ټرمپ یوه ټوېټ کې پر ګوګل تور لګولی و چې منفي خبرونه غوره کوي او دا اداره یې کیڼ لاسې رسنۍ بللې وه.

هغه ویل چې ګوګل کې په پلټنې سره منفي خبرونه تر سترګو کېږي او دا پخوانی رپوټ نه پرېږدي.

تېره اونۍ ډونلډ ټرمپ وویل، خواله رسنۍ د جمهوریپالو یا محافظه کارو په تړاو تعصب لري، خو دی به "د دې اجازه ور نه کړي".

له بلې خوا ګوګل وايي، چې د سیاسي نظر له مخې یې د پلټنې پایلې نه دي بدلې کړې.

ګوګل خپل بیان کې زیاتوي چې پلټنه د سیاسی ایجنډا لپاره نه کاروي او پایلې یې د سیاسي نظریو او تعصب پر بنسټ ولاړې دي.