"که وچکالي همداسې روانه وي د ایران په نوم څه نه پاتې کېږي"

د انځور حقوق MEHR
Image caption یو چارواکی وايي، که وضعیت همداسې روان وي ممکن پنځوس کاله وروسته د ایران په نوم څه پاتې نه شي.

د وچکالۍ او د اوبو د لږوالي کړکېچ ایران را ایسار کړی.

د سم مديریت نشتوالی، د ځمکې د تل د اوبو بې ځایه کارول، بندونه او لږ ورښت هغه لوی لاملونه دي چې له کليو د ښارونو څنډو ته او یا هم له یوه څخه بل ولایت ته خلک کډوالوي.

د انرژۍ وزارت تازه شمېرې ښيي چې په فارس، سوېلي خراسان او اصفهان ولایتونو کې نه یوازې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې تشې دي بلکې د بندونو زېرمې هم د تېر کال پر تله له ۲۵ تر ۵۰ سلنې لږ دي.

د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر عيسی کلانتري څه موده وړاندې ویلي و چې که د کرونګرۍ په برخه کې د اوبو د لګښت همدا حال وي له ۲۵ کلونو په لږه موده کې به د ایران ختیځ او سوېل په بشپړ ډول له اوسېدونکو تش شي.

* ایران: له افغانستان سره د اوبو لانجه هوارول غواړو

* د ګرمي له امله برتانیا کې د خوراکي توکو بیه پنځه سلنه لوړېږي

ښاغلي کلانتري خبرداری ورکړ: " که د اوبو کړکېچ ته پام ونه کړو ۲۵ کاله وروسته باید پنځوس میلیونه ایرانیان له هېواده کډه شي چې دا ډېرې وېروونکې پایلې لري او ان تر دې چې ښايي د ایران په نامه کوم شی نور وجود ونه لري."

د ښاغلي کلانتري په وینا کله چې د ځمکې لاندې زېرمې تشېږي او د خاورو پوړونه کېني نو د اوبو د راټولېدو ځایونه له منځه ځي:

"که د تېر پر تله لس ځله ډېر اورښت هم وشي بیا هم اوبه د ځمکې پر مخ بهېږي او په خاوره کې نه جذبېږي".

د اجباري کډوالو کیسه څنګه ده؟

د انځور حقوق iSNA
Image caption یوه کال کې د ایران د یوه ولایت له اتو زرو څلور زره کلي کډوال شوي دي.

د وچکالۍ کډوال کور او بورجل پرېږدي او بل ځای ته کوچېږي.

د کلي او پراختيا د مهالنۍ راپور وايي په ایران کې د اوبو د لږوالي موضوع نوې نه ده خو څو لسیزې مخکې کليوالو د اوبو او هوا مطابق کر کيله کوله او تخمونه به يې هم د شرایطو له مخې غوره کول:

"په وروستیو کلونو کې د امکاناتو د نشتوالي په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله کليوال، په تېره بیا ځوانان په کليو کې پاتېدو ته لېوال نه دي".

سوېلي خراسان هغه ولایت دی چې له دې ستونزې ډېر کړېږي.

* ځمکه راتلونکو څو کلونو کې ښايي 'بې سارې ګرمه' شي

* د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

یو اجباري کډوال چې د اوبو د لږوالي له امله د مشهد څنډو ته کډه شوی وايي:

" اوبه نه وې، نه موږ اوبه لرلې او نه مو کروندو ته اوبه وې. اخر مې اولادونه راوستل او دلته راغلم، هر کار چې وي کوم يې، د بوټونو له رنګولو نیولې تر دستفروشۍ پورې. باید د ژوند لګښتونه پوره کړم".

د وروستیو شمېرو له مخې له ۹۰ کال راهیسې د سوېلي خراسان له ۳۵۰۰ کليو ۱۷۰۰ يې له اوسېدونکو تش شوي دي.

د څاګانو له وچېدو سره د خاورې رطوبت هم له منځه تللی او کروندې په داسې شودیارو اوښتې چې له ډېر وچوالي چاودېدلې دي.

وچکالۍ او د ابو کړکېچ ځپلی فارس

د انځور حقوق TASNIM

د دغه ولایت یو تن اجباري کډوال وايي:

" پخوا خلکو ډېر زغم درلود، خو ځوانان په اوسنیو شرایطو کې په کلیو کې د کر کيلې له کار سره لېوالتیا نه لري. زه او کورنۍ مې یو کال وشو چې د شېراز ښار څنډو ته راغلي یو، یو موټر مې کرایه کړی او پکې سپرلۍ وړم راوړم. لږ تر لږه وچکالي او د اوبو نشتوالی مو نه ځوروي."

د فارس د ولايتي دفتر عمومي مسوول کمال پاک فطرت وايي: " د فارس له اتو زرو کلیو څلور زره یې د اوبو د لږوالي او وچکالۍ له امله له اوسېدونکو تش شوي دي".

سیستان او بلوچستان

د انځور حقوق TASNIM

په سیستان او بلوچستان کې هم د وچکالۍ بحران څرګند دی.

د سیستان او بلوچستان د رغنیزو چارو د همغږۍ ولايتي مرستیال باقر کرد سږ کال ويلي:

" په دغه ولایت کې پرله پسې وچکالۍ یو شمېر کليوال کډواليو ته اړ کړي دي چې پایله يې د نوو کليو جوړېدل او د پخوانیو هغو له منځه تلل دي. د کلیو ښورېدل د دې لامل کېږي چې د روغتيا او پوهنې کچه په دې سيمو کې ټيټه شي."

یوه بلوڅ خبریال چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي ویلي: " ډېری کليوال حتی له ولایت څخه ځي، یو شمېر يې مشهد، ځینې نور يې ګرګان ته په دې تمه تللي چې له دوړو او ګردونو خوندي وي، له دې خوندي وي چې هره ورځ يې په خوله کې ګردونه وي".

د هغه په خبره، کله چې، د څښاک، د حمام او تشناب اوبه نه لري او کروندې يې هم په دښتو واوړي، نو خپله سیمه کې به څه کوي:

"کله چې هغه هامون چې کبان به پکې نیول کېدل وچ شي نو په سیمه کې د ژوند دوام لپاره هيله نه پاتې کېږي، له کډې کولو پرته څه کېدای شي؟"