نامتو امریکایی سناتور "جان مک کین" خاورو ته وسپارل شو

. د انځور حقوق Reuters
Image caption نوموړی کابو ۳۰ کاله د امریکا په سنا جرګه سناتور و

د امریکا نوموتی سناتور جان مک کین د یو لړ خصوصي او کوچنیو مراسمو په ترڅ کې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته په ۵۰ کیلومترۍ کې په اناپولیس ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی کابو ۳۰ کاله د امریکا په سنا جرګه کې سناتور و او دوه ځلي یې ولسمشریزۍ ته هم ځان نومولی و، خو نه و توانېدلی.

په وروستیو کې نوموړی د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو د بانفوذه څېرو د امریکا لپاره د نوموړي د خدمتونو او سرښندنو ستاینه وکړه.

د انځور حقوق Reuters

ښاغلی مک کین د امریکا د سمندري ځواکونو د اکاډمۍ په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو؛ هغه ځای چې نوموړي پکې خپل سیاسي او پوځي ژوند پیل کړ.

خاورو ته د نوموړي د سپارلو په مراسمو کې جنګي الوتکو هوايي ننداره وکړه چې د امریکا د پوځ د دغه سرتېري د نه شتون په یاد یې یوه الوتکه کمه وه.

"جان مک کين"چې شپږ دورې د امریکا په سنا مجلس کې سناتور پاتې شوی او په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و، تېر جولای کې هغه مهال يې د تومور تشخیص وشو چې ډاکټرانو یې له کيڼې سترګې د وينې د یوې غوټې د ليرې کولو هڅه وکړه.

هغه د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د مغزي تومور په سخته ناروغۍ اخته شوی و چې د همدې ناروغۍ له امله یې سا ور کړه.

دا هم د لوستلو دي

* مشهور امريکايي سناتور جان مک کين د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو

* له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د بیا غور غوښتنه

* جان مک کین د ولسمشرۍ له نوماندانو سره کتلي

ورته مطالب