"د افغان جګړې د پای وخت را رسېدلی"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان د غوڅ ملاتړ ځواکونو مخکېنی قومندان جنرال "جان نیکولسن"

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي په افغانستان د غوڅ ملاتړ ځواکونو مخکېنی قومندان جنرال "جان نیکولسن" وايي، اوس د دې وخت رارسیدلی چې د افغانستان جګړه نوره پای ته ورسول شي.

د نیکولسن د ماموریت په اړه نیویارک ټایمز په خپل راپور کې لیکي، نوموړي ته داسې مهال د بهرنیو ځواکونو مشري ور په غاړه شوه چې افغان ځواکونه چې لا هم پوخ والي ته نه و رسیدلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د وسله والو طالبانو له خوا له زیات فشار سره مخامخ و او د ده د کار پیل داسې مهال وشو چې د افغان حکومت سیاسي مشرتابه له یو ډول ګډوډۍ سره مخامخ و.

نیویارک ټایمز د غوڅ ماموریت د نوي قوماندان "اسټن سکاټ میلر" په اړه لیکي، ده د امریکا په دفاع وزارت کې د رښتیني او صادق پوځي جنرال په سترګه کتل کېږي او تمه ترې داده چې د مخکېني قومندان پرتله طالبانو ته د ماتې ورکولو په برخه کې تر ډېره پر واقعیتونو ولاړ دریځ په لرلو سره د جګړې چارې سمبال کړي.

* د جنرال نیکولسن سیاسي او پوځي میراث

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

بلې امریکايی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم د امریکا او بهرنیو ځواکونو د نوي قومندان په تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي چې جنرال "میلر" داسې مهال افغانستان ته تللی چې په افغانستان کې د امریکا د ژمنتیا د وخت او رول په اړه تازه پوښتنې مخې ته راغلې دي.

یوې خواته د طالبانو د موخو او د افغان دولت د مشرتابه او په کورني سیاست کې د همغږۍ په اړه شکونه شته دي.

ورځپاڼه لیکي، وروستي بدلونونه د پام وړ دي؛ یوې خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوربند اعلان کړ، خو په ځواب کې یې طالبانو پر غزني ښار مرګونی او ویجاړوونکی برید وکړ.

دغه راز د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا وکړه چې لامل یې سیاسي اختلاف ښودل شوی دی.

د انځور حقوق @GENERAL SCOTT MILLER
Image caption جنرال "اسټن سکاټ مېلر" د جنرال "جان نیکولسن" پر ځای په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو نوی قومندان ټاکل شوی دی.

ورځپاڼې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قومندان دا خبره راخیستې چې پرون یې افغانانو ته وویل: "مه پریږدئ چې روان سیاسي بهیر د سیاسي دریځونو له امله کمزوری شي، هغه وویل لطفا مه پریږدئ قومي مسایل د افغان ځواکونو همغږۍ ته زیان ورسوي."

شرق الاوسط ورځپاڼه

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط د سوریې په ادلب کې د حکومتي ځواکونو د احتمالي پراخو عملیاتو په اړه لیکي، د تحریر الشام ډله باید له دوه لارو یوه غوره کړي یا به له حکومت سره مخامخ کیږي او یا به تصفیه کیږي.

تحریر الشام ډله د فتح الشام چې پخوانی نوم یې جبهة النصرة دی، په ګډون له څو ډلو جوړه ده او د ادلب د مرکز ادلب ښار په ګډون یې ددغه ولایت ډیرې برخې په ولکه کې دي.

ورځپاڼه لیکي، روسیې له ترکیې چې په ادلب ولایت کې ډیر نفوذ لري، غوښتي د تحریر الشام ډلې ستونزه هواره کړي او په دې سره به د پراخو عملیاتو مخه ونیول شي.

ورځپاڼه د منځني ختیځ د څېړنو د مرکز په حواله زیاتوي چې د تحریر الشام ډلې شاوخوال شل سلنه وسله وال بهرنیان دي او ډیر یې د اردن ، تونس، مصر او د څو عربي هېوادونو اتباع دي.

ډیلې میل ورځپاڼې افغانستان ته د برتانیا ددفاع د وزیر د وروستي سفر په اړه لیکي داسې وېره شته چې په افغانستان کې د مېشتو داعش وسله والو سره تړاو لرونکي کسان د مانچسټر برید په څېر برید وکړي.

دا برید پر یوه کنسرټ شوی و چې ۲۲ تنه یې ووژل او ۱۳۹ تنه نور یې ټپیان کړل. ورځپاڼې د دفاع وزیر هغه خبره راخیستې چې "له برتانیا بهر داعش وسله وال د برتانیا امنیت ته اوس یو واقعي ګواښ دی."

ورته مطالب