"اروپا ته تلونکو کډوالو پر وړاندې خطرونه ډېر شوي"

. د انځور حقوق UNHCR
Image caption د روان میلادي کال له پيله تر اوسه په مدیترانې سمندر کې ۱۶۰۰ تنه مړه شوي یا هم نادرکه دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ور کړی، هغه کډوال چې د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي، له ډېر خطر سره مخامخ دي.

د دغه بنسټ د راپور پر بنسټ، د مدیترانې اروپا ته په تلونکو هرو ۱۸ کډوالو کې یو مري یا تری تم کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "یو این ایچ سي ار" په خپل راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له پيله تر اوسه په مدیترانې سمندر کې ۱۶۰۰ تنه مړه شوي یا هم نادرکه دي.

دا هغه کسان وو چې اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅه یې کوله.

د کډوالو ادارې په تازه رپوټ کې د پام وړ خبره دا هم ده چې که څه سږ کال اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر کم شوی، خو دغې وچې ته د تلونکو کډوالو مرګ ژوبله ډېره لوړه شوې ده.

رپوټ زیاتوي، سږ کال د نورو لارو پرتله د مدیترانې لاره ډېره مرګونې ده.

* یونان کې کډوال ماشومان د ځان وژنې په فکر کې دي

* "که وچکالي همداسې روانه وي د ایران په نوم څه نه پاتې کېږي"

* "افغان حکومت له ترکیې غوښتي کډوال ور ستانه نه کړي"

د "یو این ایچ سي ار" په دې رپوټ کې تېر او سږ کال پر لاره د مړو شویو کډوالو شمېره پرتله کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سږ کال تر دې دمه په هرو ۱۸ تنو کډوالو کې یو تن پر لاسه مړ شوی یا تری تم شوی، خو تېر کال کې له هرو ۴۲ تنو یو مړ یا ورک شوی دی.

په رپوټ کې د "یو این ایچ سي ار" د مشر "پاسکال موریو" په حواله ویل شوي، دا شمېر ښيي چې د مدیترانې سمندر د نړۍ یو تر ټولو مرګونی سمندر دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د کډوالو د ورتګ لپاره قانوني لارې اسانه کړي او هغه خنډونه دې له مخې لرې کړي چې د کورنیو د غړو د یو ځای کېدو چاره ټکنۍ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې کډوالو ماشومانو ته په اسانتیا برابرولو کې هڅه وکړي

"یو این ایچ سي ار" غوښتنه کړې ده چې کډوالو ماشومانو ته دې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ځانګړی پام وکړي.

په تېرو کلونو کې اروپايي هېوادونو ته د سوریې، عراق، افغانستان، اریتریا او څو نورو هېوادونو سلګونه زره کډوال اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

په دې کډوالو کې تر ټولو ډېره برخه یې د سوریې دې چې له اوو کلونو کې راهیسې په کې جګړه ده.

په پاتې کډوالو کې ډیره برخه د افغانستان او اریتریا د هېوادونو وګړي دي.

ورته مطالب