ولې چینايۍ میندې په اګست میاشت کې ماشوم زېږوي؟

چین، ښځې، میندې د انځور حقوق CNS
Image caption په دې خاطر چې ښوونځی ژر پیل کړي ځیني چینايي میندې د عملیاتو په وسیله ماشومان له وخته مخکې زېږوي.

چینايي رسنیو موندلې چې په دې هېواد کې د هغو ښځو شمېر پام وړ ډېر شوی چې غواړي د اګست میاشتې له پای ته رسیدو د مخه د جراحي عملیاتو له لارې بچیان وزېږوي.

لامل یې دا ښودل شوی چې چینایۍ ښځې غواړي د ماشومانو تعلیمي کال یې له هغو ماشومانو نه چې د سپتمبر په میاشت کې زېږیدلي وي مخکې پیل شي.

د چین دولتي خبري اژانس "سي این ایس " یوه ویډیو خپره کړې چې ګڼې میندوارې ښځې ښیي چې په یوه روغتون کې د ماشوم زېږولو په موخه عملیاتو له پاره ور ټولې شوې دي.

دې ویډیو ته پر خواله رسنیو زرګونو کسانو غبرګون ښودلی دی.

حکومت ټینګار کوي چې میندواره میرمنې دې په طبعي ډول ماشومان وزېږوي ځکه چې که د عملیاتو په وسیله لومړنی ماشوم وزېږوي نو ښايي د بل ولادت پر وخت له ستونزو سره مخامخې شي.

خو په چین کې ډېری میندې او پلرونه غواړي چې د ماشومانو تعلیمي کال یې ژر پیل شي او د دې لپاره اوس ګڼې ښځې د عملیاتو له لارې بچیان زېږوي.

چین کې پر انلاین د دې موضوع له امله د زدکړو په هکله هم یو تود بحث روان دی.

ځیني نیوکه کوي چې دا ان له زېږدو وړاندې پر ماشومانو یو ډول فشار دی، ځکه چې میندې یې له طبعي وخت نه وړاندې د عملیاتو په وسیله زېږوي.

د "سي این ایس " د رپوټ له مخې د اګست په میاشت کې په ووهان ښار کې لویو روغتونونو ته د هغو ښځو ورتلل دیرش سلنه ډېر شوي وو چې د عملیاتو له لارې یې غوښتل بچیان وزېږوي.

د انځور حقوق CNS
Image caption د اګست په میاشت کې د هغو میندو شمېر د نور کله پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوی و چې په ووهان ښار کې یې د عملیاتو په وسیله ماشومان زېږول غوښتل.

یوه ډاکټر نوموړي اژانس ته ویلي یو شمېر ښځو ان د اګست میاشتې په یو دریشمه نیټه د عملیاتو له پاره نوبتونه اخیستي وو چې د سپتمبر میاشتې له پیل نه مخکې خپل ماشومان وزېږوي.

سي این ایس وايي ډاکټرانو میندو ته سپارښتنه کوله چې په طبعي ډول خپل بچیان وزېږوي ځکه چې له وخته دمخه د ماشومانو زېږول ښايي د هغوی پر سږو ناوړه اغیزه وکړې او وروسته بیا په ژوند کې په ساه اخیستلو کې ستونزې ولري.

خو له دې خطر سره سره یو شمېر میندو خپل ماشومان د سپتمبر له میاشتې دمخه د عملیاتو په وسیله وزېږول.

یوه پلار چې ښاغلی وانګ معرفي شوی سي این ایس ته ویلي لومړنی ماشوم یې د سپتمبر په میاشت کې زېږیدلی و ځکه نو ده احساس کاوه چې د تعلیمي کال د ناوخته پیلیدو له امله یې زوی په زده کړو کې ستونزې لرې.

سي این ایس وايي د هغو میندو شمېر هم لږ نه دی چې غواړي په طبعي ډول خپل ماشومان وزېږوي.

خو هغه چې د عملیاتو په وسیله ماشومان زېږوي یو بل لامل یې دا دی چې غواړي له درده ځان وساتي او په اسانۍ ماشوم وزېږوي.

په چین کې د واده دود

چین د وسلو د پنځو سترو صادروونکو هېوادونو په کتار کې

رپوټونه وايي په ۲۰۱۴ کال کې ډېری چینايي میندو په دې خاطر د عملیاتو په وسیله ماشومان وزېږول چې غوښتل یې د ۲۰۱۵ کال له پیل نه مخکې یې بچیان نړۍ ته راشي.

په چین کې ۲۰۱۵ کال د پسه کال و او چینايي میندو ګومان کاوه که د پسه په کال کې ماشومان وزېږوي نو اولادونه یې د دې پرځای چې واکمنان شي، د نورو واکمنو لارویان به وي.

په چین کې د یوه ماشوم د زېږولو تګلاره د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په میاشت کې ختمه شوه او حکومت خلک وهڅول چې په طبعي ډول ډېر بچیان وزېږوي.

اړونده مطالب