جرمني کې افغان کډوال د قتل په تور زنداني شو

افغان کډوال

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د عبدل محاکمه د بندو دروازو ترشا وشوه

په جرمني کې یوې محکمې یو افغان کډوال د خپلې ملګرې د وژنې په تور په اته نیمو کلونو بند محکوم کړی.

دغه کډوال د عبدل په نامه او نجلۍ د میا وي په نامه پېژندل شوې. عبدل محکمې کې منلې چې تېر ډسمبر میاشت کې یې د جرمني په سوېل لوېدیځ کندېل ښار کې میا وي په چړې وژلې.

څارنوالان په دې باور دي چې ده وروسته له هغه د غچ اخیستلو له پاره د دغې جرمنۍ نجلۍ وژلو ته نیت وکړ چې له ده سره یې ملګرتیا وشلوله.

د دې پېښې له کبله په جرمني کې د کډوالو ضد ډلو پراخ لاریونونه. د تېرې شنبې پر ورځ هم په کندېل ښار کې ۳۵۰ مظاهره کوونکي راټول شول.

څارنوالانو وویل، میا وي او عبدل په ښوونځي کې سره ملګري شوي وو او د څو میاشتو له پاره یې ملګرتیا وه.

خو تر وژل کېدو څو اونۍ وړاندې میا وي له عبدل سره خپله ملګرتیا ختمه کړې وه.

عبدل د تېر دسمبر پر ۲۷ نېټه پر میاوي برید وکړ او هغه یې ۷ ځله په چړې ووهله.

میاوي تر وژل کېدو وړاندې له خپلې مور او پلار سره یو ځای پولیسو ته ورغلې وه چې د عبدل د ګواښونو رپوټ ثبت کړي.

د عبدل محاکمه د بندو دروازو ترشا وشوه.

ده په محکمه کې ویلي چې د جرم پر مهال ۱۵ کلن و، خو د څارنوالانو له خوا ګومارل شوې یوې مسلکي طبي ډلې ویلي، شونې ده چې هغه مهال د ده عمر د ۱۷ او ۲۰ کلونو ترمنځ و.

عبدل د ۲۰۱۶ کال اپرېل میاشت کې جرمني ته یوازې ورسېد او د ۲۰۱۷ کال فبروري کې یې د پناه غوښتنه رد شوه.