اسلام اباد ته د پمپیو سفر؛ پاکستان که امریکا به تګلاره بدله کړي؟
- یما بارز
- بي بي سي
ښه به دا وي چې پاکستان له امريکا سره په اړيکو کې بې پروايي ونه کړي، ځکه د روسيې او چين ملاتړ حد او بريد لري
پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې اسلام اباد ته د امريکا بهرنيو چارو وزير "مايک پمپيو" د کېدونکي سفر د اهميت په تړاو ليکلي اصلي پوښتنه دا ده چې ايا پاکستان به د امريکا پر وړاندې خپله تگلاره بدله کړي يا به په دې وتوانېږي چې امريکا خپلې تگلارې بدلولو ته قانع کړي.
ليکوال وايي، ښه به دا وي چې پاکستان له امريکا سره په اړيکو کې بې پروايي ونه کړي. ځکه د روسيې او چين ملاتړ حد او بريد لري او هغه راز مرسته او ملاتړ نه شي کولاى چې امريکا يې له پاکستان سره کولاى شي.
ليکوال وايي د عمران خان اطلاعاتو وزير ويلي چې اوس پوځ او ملکي حکومت په دې تړاو په يوۀ پاڼه دي.
ليکوال وايي هيله ده چې دا پاڼه د يوۀ نوي کتاب وي.
نیویارک ټایمز
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان په ختيځ کې پرون د يوۀ امريکايي سرتېري وژنې او د يوۀ بل ټپي کېدو ته په اشاره چې ويل کېږي بريد يوۀ افغان سرتېري کړى، ليکلي دا په د نژدې دوو مياشتو کې دويم دغه راز بريد دى.
له دې سره د ورځپاڼې په وينا روان کال په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي سرتېروشمېر شپږو ته ورسېد.
ورځپاڼه وايي دغه راز خپلمنځي بريدونه په افغان جگړه کې بيابيا رامنځته شوي، چې په ٢٠١٢ م کال کې يې کچه تر ټولو لوړه شوه او بهرنيو ځواکونو ته د سر اوښتي زيان ١٥ سلنه د دغه راز پېښو له امله و.
د ورځپاڼې په وينا دا لامل شو چې د گارډين انجل يا د ساتونکو پرښتو په نامه پروگرام رامنځته شي چې موخه يې د هغو امريکايي سلاکارانو او روزونکو ساتنه وه چې له افغان ځواکونو سره کار کوي.
دغه پروگرام ته استول شويو سرتېرو ځانگړې روزنه ترلاسه کړې او هغه مهال چې چې روزونکي له افغان ځواکونو سره کار کوي ان که هغه په خوندي اډو کې هم وي، دا سرتېري زغره په تن، اوسپنيزه خولۍ پر سر، گوته په ماشه ولاړ وي.
اېکسپرېس ورځپاڼه
د برتانيې اېکسپرېس ورځپاڼې افغانستان ته د ٤٤٠ بريتانيوي ځواکونو د استولو په تړاو خپاره کړي مطلب کې د برتانيا دفاع وزير "گاوېن ويليمسن" څرگندونې مهمې بللي چې وايي چې دغه سرتېري افغانستان ته تللي چې دغه سيمه کې برتانيا ته د شته گواښ مخنيوي وکړى.
ورځپاڼه وايي داسې اندېښنه شته چې داعش تېرکال مانچستر کې د شوي ترهگريز بريد په څېر د يوۀ بل بريد هڅونه وکړي.
د برتانيا دفاع وزير چې سيمې ته په يوۀ درې ورځني سفر تللى، ويلي روسيه غواړي افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام شي.
ډېلي مېل ورځپاڼه
ډېلي مېل ورځپاڼې ليکلي چې په کوېټ کې د کبانو يو پلورنځى وروسته له هغه حکومت وتړه چې مالومه شوه څښتن يې دې لپاره چې کبان تازه ښکاره شي ورته ساختگي سترگې اېښودې.
پرټوېټر خپاره شوي عکس کې ښکاري چې د يوۀ کب ساختگي سترگه لوېدلې او لاندې يې اصلي سترگه ښکاري چې رنگ يې ژېړ شوى.
پر ټوېټر خلکو په دې اړه بېلابېل غبرگونونه ښوولي يوۀ کارڼ ليکلي په دې د کب د تازه والي اټکل مه کوئ چې سترگې يې څومره پرانيستي دي.