ډاکټر عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

ډاکټر عارف علوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډاکټر عارف علوي د پاکستان دیارلسم ولسمشر دی

د غیر رسمي وروستیو شمېرو له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندید ډاکټر عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر ټاکل شوی دی.

د مولانا فضل الرحمان، چې د پاکستان مسلم لیګ ګوند ملاتړ ورسره و، د پاکستان پیپلز ګوند اعتزاز احسن او ښاغلي علوي تر منځ د پاکستان دیارلسم ولسمشر په توګه د پارلماني سري رایو له لارې د ټاکل کېدو سیالي وشوه.

له انتخابه مخکې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف عارف علوي د خپل کاندید په توګه اعلان کړی و، خو اپوزېسیون ګوندونه نه وو توانیدلي ګډ کاندید رامخې ته کړي.

له همدې کبله پاکستان پیپلز ګوند اعتزاز احسن او د پاکستان مسلم لیګ په ګډون ځینې نورو ګوندونو چې اپوزېسیون کې دي، مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ مقام ته کاندید کړی و.

د دوشنبې پر ورځ مولانا فضل الرحمان د پاکستان پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره په همدې موخه لیدلي وو، چې نوموړی ګوند د خپل کاندید نوم بېرته واخلي او ټول اپوزېسیون ګوندونه پر یوه کاندید هوکړه وکړي، خو ویل کېږي د دوی غونډه بې له کومې هوکړې پای ته ورسېده.

وروسته د پیپلز ګوند ویاند فرحت الله بابر وویل، دوی له خپل کاندیده نه تېرېږي.

د پاکستان ولسمشر ټاکنې لپاره د پارلمان دواړو جرګو غړي د قومي اسمبلۍ یا ولسي جرګې تالار کې رایې ورکوي او د څلورو سرو صوبو ایالتي پارلمانونو غړي په اړوندو اسمبلیو کې رایې ورکوي.

په لومړي سر کې ۱۲ کسانو د ولسمشرۍ مقام لپاره خپل اسناد د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته وړاندې کړي وو، خو وروسته د اتو کسانو اسناد تایید نه شول او یو کس امیر مقام له کاندید کېدو لاس پر سر شو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

اعتزاز احسن، عارف علوي او مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ مقام ته کاندیدان وو.

د پاکستان اساسي قانون کې له یوه بدلون وروسته چې ۱۸ ترمیم نوم ورکړل شوی، د پاکستاني ولسمشر واک تر یوه حده محدود شوی دی او پاکستان کې اوس دا بحث هم کېږي، چې د ولسمشر واک تر کومه حده دی او د ولسمشر واک د دغه هېواد لپاره څومره اړین دی.