هند کې د نړۍ تر ټولو لوړه، دنګه مجسمه

دا مجسمه د هند خپلواکۍ یوه مبارز سردار پېټېل ته د درناوي په پار رغول کېږي د انځور حقوق AFP
Image caption دا مجسمه د هند خپلواکۍ یوه مبارز سردار پېټېل ته د درناوي په پار رغول کېږي

هند کې د یوې داسې مجسمې ودانیزې چارې وروستي پړاو ته رسېدلې، چې د ونې یا قد له پلوه نړۍ کې تر ټولو ستره بلل کېږي. دا د هند خپلواکۍ د یوه مبارز سردار ولبھ بهايي پټېل مجسمه ده، چې ګجرات ایالت کې یې ودانیزې چارې وروستي پړاو ته نژدې شوې دي.

د دغې مجسمې قد به له بشپړې رغېدنې وروسته ۱۸۲ مترو ته رسېږي. دا مهال د نړۍ تر ټولو ستره مجسمه د چین پسرلني معبد بودا ده، چې ۱۳۸ مترو ته یې لوړوالی رسېږي.

پر دغه پروژه نژدې ۲۹ اعشاریه دوه ملیارده هندي روپۍ لګښت شوی او د داسې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي، چې لومړی وزیر نرېندرا مودي یې بشپړېدو ته لیوال دی. دغې مجسمې ته د (اتحاد مجسمې) نوم ورکړل شوی دی او لومړی وزیر به یې د اکتوبر پر ۳۱ پرانیستنه کوي.

یو شمېر ملتپال هندیان سردارپټېل ته ځانګړی درناوی کوي. د انځور حقوق Reuters
Image caption یو شمېر ملتپال هندیان سردارپټېل ته ځانګړی درناوی کوي.

سردار پټېل د ۱۹۴۷ کال کې د هند له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال و. ویل کېږي له خپلواکۍ وروسته نوموړي هغه ایالتونه چې یاغیان پکې فعال وو، ارام او په هندۍ خاوره کې یو ځای کړل، چې له همدې کبله د 'ایرن مېن اف انډیا ' په نامه هم یاد شو.

یو شمېر سیاسي مشرانو د سردار پټېل رول په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم یاداوه. د انځور حقوق AFP
Image caption یو شمېر سیاسي مشرانو د سردار پټېل رول په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم یاداوه.

یو شمېر هندیان په دې باور دي، چې د هند تاریخ کې سردار پټېل ته د نهرو کورنۍ پرتله مناسب ځای نه دی ورکړل شوی.

۲۰۱۳ کال کې لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و:

''هر هندی ارمان کوي، چې کاشکې سردار پټېل د هند لومړنی لومړی وزیر ټاکل شوی وای. ''

۲۰۱۳ کال کې د دغې مجسې ودانیزې چارې پیل شوې وې، چې برونز هم پکې کاروول کېږي او له بشپړېدو وروسته به یې قد یا ونه د نیویارک ازادۍ مجسمې پرتله دوه برابره لوړه وي.

مجسمه ګجرات ایالت کې رغول کېږي د انځور حقوق AFP
Image caption مجسمه ګجرات ایالت کې رغول کېږي

د مجسمې لیدو لپاره ورته نژدې ۱۵۳ متره لوړه بلۍ هم ودانیږي او چارواکي هیله من دي، چې دا به د سیلانیانو لپاره په زړه پورې ځای وي.

د دغې مجسمې قد به له بشپړې رغېدنې وروسته ۱۸۲ مترو ته رسېږي. د انځور حقوق AFP
Image caption د دغې مجسمې قد به له بشپړې رغېدنې وروسته ۱۸۲ مترو ته رسېږي.

مجسمه د ګجرات ایالت مرکزي ښار احمداباد ته ۲۰۰ کیلومتره نژدې ودانیږي.

۲۰۱۳ کال کې د دغې مجسې ودانیزې چارې پیل شوې وې د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۰۱۳ کال کې د دغې مجسې ودانیزې چارې پیل شوې وې

د مجسمې جوړولو چارو کې د څو سووه چینایانو په ګډون ۲۵۰۰ کسان برخه اخلي.

یو شمېر ملتپال هندیان سردارپټېل ته ځانګړی درناوی کوي. د انځور حقوق Reuters
Image caption یو شمېر ملتپال هندیان سردارپټېل ته ځانګړی درناوی کوي.

۔