عارف علوي، د غاښونو له ډاکټرۍ تر ولسمشرۍ پورې
ښاغلی علوي د پاکستان کراچۍ ښار کې د ډاکټر حبیب الرحمان علوي کره زېږېدلی
د پاکستان نوی ولسمشر عارف علوي وايي، په بدن کې یې اوس هم هغه مرمۍ ټومبلې پاتې ده، چې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال ایوب خان د حکومت پر مهال یې د ولسواکۍ لپاره د احتجاج پر مهال پر تن لګېدلې وه.
نوموړی هغه مهال (۱۹۶۹ کال) د پنجاب پوهنتون اړوند طب پوهنځي کې د غاښونو درملنې برخې محصل و او په ورته مهال یې د محصلینو ټولنې مشري هم کوله.
ښاغلی علوي د پاکستان کراچۍ ښار کې د ډاکټر حبیب الرحمان علوي کره زېږېدلی او د عمران خان په مشري تحریک انصاف ګوند کې له ګډونه مخکې د دوی کورنۍ د جماعت اسلامي ګوند سیاسي فعالان وو.
د ښاغلي علوي پلار هند کې ډېنټیسټ یا د غاښونو درملنې ډاکټر و، چې د هند له وېشه وروسته له کورنۍ سره پاکستان ته لاړ. عارف علوي وايي، پلار یې د هند لومړنۍ لومړي وزیر جواهر لال نهرو د غاښونو درملنه کوله او له هغه سره تبادله شوي لیکونه یې اوس هم ساتلي دي.
عارف علوي ۱۹۷۹ کال کې لومړی ځل ټاکنو کې برخه اخیستو ته چمتو شو، خو د جنرال ضیاالحق د پوځي کودتا له کبله هغه مهال ټاکنې و نه شوې او نوموړی بېرته خپل مسلک ته ستون شو.
هغه د وخت له تېرېدو سره له جماعت اسلامي لرې شو او یو مهال یې پر دغه ګوند د نیوکې په ترڅ کې وویل:
''دوی به ویل چې د پاکو او چټلو اوبو مساله به هم د اسلامي نظام له راوستلو وروسته حل کوي. ''
عارف علوي ۱۹۷۹ کال کې لومړی ځل ټاکنو کې برخه اخیستو ته چمتو شو، خو د جنرال ضیاالحق د پوځي کودتا له کبله هغه مهال ټاکنې و نه شوې
۱۹۹۶ کال د تحریک انصاف په موسسو غړیو کې شامل شو، د ګوند تنظیمي اډانې په رغاونې او (نوي پاکستان) په نامه منشور لیکوالو کې هم شامل و. نوموړي دغه ګوند کې خپل سیاسي سفر د ګوند له لوري د سند ایالت صوبايي یا ایالتي مشر په توګه پیل کړ، ۲۰۰۱ کال د ګوند مرکزي مرستیال مشر شو او ۲۰۰۶ کال کې د ګوند عمومي منشي په توګه وګومارل شو.
نوموړی ۲۰۱۳ کال پورې په همدې حیثیت کار وکړ. د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې ښاغلی علوي د کراچۍ له یوې سیمې لومړی ناکام او له احتجاجونو او د رایو له بیا شمېرنې وروسته بریالی وبلل شو.
عارف علوي د تحریک انصاف له هغو مشرانو بلل کېږي، چې د خیر ښېګړې په چارو کې د فعالیت تر څنګ پر خواله رسنیو کې هم فعال دي او د ټیت میسټرو په نامه یې بلاګ لیکنه هم کوله.