اسلام اباد ته د پمپیو سفر؛ "امریکا پر خپلو غوښتنو ولاړه ده"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن د سپټمبر پنځمه اسلام اباد ته ځي
هندوستان ټایمز په یو مطلب کې لیکي چې نن د سپتمبر پنځمه، اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او پوځ د مشر له سفر وړاندې لا امریکا په ډاګه کړې وه چې د هغو ترهګرو په ځپلو او د هغوی د مالي سرچینو په وچولو کې له پاکستانه په غوښتنه کې جدي ده چې له دغه هېواد څخه فعالیت کوي.
ورځپاڼه لیکي، په همدې خاطر امریکا په دې وروستیو کې پاکستان ته د ۳۰۰ میلیونو ډالرو له ورکړې لاس په سر شوه هغه هم په داسې حال کې چې د روان کال په لومړیو کې یې هم ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته ورسره ونه کړه.
هندوستان ټایمز لیکي، ولسمشر ټرمپ پاکستان تورن کړی چې یوازې په دروغو او تېر ایستنې یې په تېرو دوو لسیزو کې ۳۳ ملیارده ډالر ترلاسه کړي او د ټرمپ ادارې د چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ اداره د پاکستان پر وړاندې پر خپل دریځ په کلکه ولاړه ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر به یې له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرو پرضد د اقداماتو په اړه وغږېږي.
نیوز ویک مجله
نیوز ویک مجله په یو مطلب د امریکايي چارواکو له قوله لیکي هغه امریکايي پوځي چې د دوشنبې په ورځ د یوه افغان سرتېري له خوا ووژل شو، د امریکا د سلاکارانو د لوا تر ټولو د لوړې رتبې پوځي و.
مجله لیکي د سلاکارانو دغه لوا د افغانستان له پاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې له مخې د فبرورۍ په میاشت کې افغانستان ته استول شوې ده.
دغه پوځي چې "تورن تیموتي اې بولیارډ" نومېده ۴۲ کلن و.
افغانستان ته یې له سفر مخکې هم ۱۲ بهرني سفرونه او دندې ترسره کړې وې.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو مطلب کې د فلسطین په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سیاستونه د اسراییلو په زیان بللی او لیکي تېره جمعه امریکا د ملګرو ملتونو له هغه بنسټ سره چې له فلسطیني بي ځایه شویو سره مرستې کوي، د مرستو د بندولو اعلان وکړ چې دا د فلسطینیانو پرضد د ولسمشر ټرمپ تازه ګام دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا سیاست په اوږدې مودې کې د اسراییلو له پاره هم خطرناک کېدای شي
ورځپاڼه لیکي، د امریکا سیاست فلسطین منزوی کړی خو د فلسطینیانو مشر محمود عباس له اسراییلو سره په هر ډول خبرو کې مهم رول لري.
ورځپاڼه لیکي د امریکا اوسنی سیاست ښيي چې د لیدلوري له پلوه د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د اسراییلي حکومت له ځینو نورو مهمو غړو سره ټینګې اړیکې لري.
واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، د امریکا سیاست په اوږدې مودې کې د اسراییلو له پاره هم خطرناک کېدای شي ځکه له نتانیاهو نه ملاتړ او د امریکا اقدامات د دې سبب کېږي چې خوا په خوا د دوو هېوادونو فلسطین او اسراییل د جوړولو حل لاره وار له مخه له خطر سره مخامخه شي.
ممبي مېرر ورځپاڼه
ممبي مېرر په نامه هندۍ ورځپاڼه لیکي، د هندي سینما دوه مشهورې څېرې "سنجی دت" او "مدهوري ډیکشیتح ۲۱ کاله وروسته بیا سره په یوه فلم کې رولونه لوبوي.
ورځپاڼه لیکي، د مدهوری او سنجی دت دا راتلونکی فلم "کل نایک" نومېږي او سربیره پر دې دوو فلمي ستورو پنځه نور مشهور فلمي ستوري هم په کې رول لوبوي.
ممبي مېرر لیکي، د "کل نایک" فلم شوټینګ یا ثبتول وار دمخه په ممبی کې پیل شوي دي.
یادونه باید وکړو چې ترې دې مخکې په نویمه لسیزه کې هم د "کل نایک" په نامه یو فلم جوړ شوی و چې سنجی دت او مدهوري ډیکشیت په کې مرکزي رولونه لرل.
په همدې نویمه لسیزه کې "ساجن" او "تانیدار" د سنجی دت او مدهوري ډیکشیت دوه نور مشهور فلمونه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندۍ سینما لوبغاړی سنجی دت