د افغانستان لپاره د بلک واټر د بنسټګر نوې تګلاره

د بلک واټر بنسټګر ایرک پرینس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ښاغلي پرینس د طرحې له مخې، که د ټولو امریکايي او ناټو پوځیانو پرځای ۶۰۰۰ قردادیان او ۲۰۰۰ ځانګړي ځواکونه وګومارل شي، نو هم به لګښتونه راکم شي او هم به هغه څه ترلاسه شي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نه دي ترلاسه کړي.

د ملیټري ټایمز په نامه امریکایي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي د امنیتي شخصي کمپنۍ بلک واټر بنسټګر ایرک پرینس فکر کوي، اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې یوه نوې تګلاره عملي شي.

ددغې تګلارې په پلي کېدو سره به د جګړې لګښتونه د اوس په پرتله ډېرکم شي، ډېری امریکايي پوځیان به بیرته امریکا ته ستانه شي او افغانستان کې به پر امریکايي تګلارې د پاکستان اغیز له منځه یوړل شي.

ښاغلي پرینس له میلټري ټایمز ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکې کې د هغه ځواک په اړه جزییات ورکړي چې د ده په ګمان هغه څه ترلاسه کولای شي چې په تېرو اوولسو کلونو کې سلګونو زرو امریکايي او ناټو ځواکونو ترلاسه نه شو کړای.

ایرک پرینس یو کال مخکې هغه وخت چې ولسمشر ټرمپ واک ته ورسېد دغه طرحه وړاندې کړې وه چې په افغانستان کې دې د چارو واګي شخصي امنیتي کمپنیو ته وسپارل شي خو ولسمشر ټرمپ دې طرحې ته پام ونه کړ. هغه د ملي امنیت د ډلې چې د دفاع وزیر جمیز میتس، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ریکس ټیلرسن او د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر پکې شامل وو مشوره ومنله.

ورځپاڼه لیکي اوس چې مک ماسټر او ټیلرسن د امریکا په حکومت کې نشته او د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي هرکله چې نوې طرحې اوري ښاغلی پرینس غواړي له دې فرصته ګټه واخلي.

میلټري ټایمز لیکي اسامه بن لادن د سپتمبر یولسمې نیټې د بریدونو پر پلانولو پنځه سوه زره ډالر لګولي وو خو له هغه وروسته امریکا په افغانستان کې پر جګړې ۷۵۳ ملیارده ډالر، پر بیا رغونې ۱۲۶ ملیارده او په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې هر کال ۴۵ میلیارده ډالر پر عملیاتو لګوي چې ټول نژدې یو تریلیون ډالر کېږي.

ورځپاڼه لیکي د ښاغلي پرینس د طرحې له مخې که د ټولو امریکايي او ناټو پوځیانو پرځای ۶۰۰۰ قردادیان او ۲۰۰۰ د ځانګړو ځواکونو ته چارې وسپارل شي نو هم به لګښتونه راکم شي او هم به هغه څه ترلاسه شي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نه دي ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

هند او امریکا د چین د نفوذ پروړاندې د خپلو دفاعي تړونونو وروستي کولو ته لېواله دي.

هندي ورځپاڼه دې هندو په یو مطلب کې لیکي تمه ده چې هند ته د ورغلي امریکايي پلاوي او هندي چارواکو ترمنځ په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې وڅیړل شي. داسې بریښي چې امریکا غواړي له هندوستان سره د امنیتي مسایلو په اړه او پر هند د پرمختللو پوځي وسایلو د پلور په برخه کې یوه موافقه هم وکړي.

دې هندو لیکي امریکا ټینګار لري چې هند دې له ایرانه د تېلو له واردولو لاس واخلي.

بلې هندۍ ورځپانې هندوستان ټایمز هم هندوستان ته د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سفر په اړه مطلبونه لیکلي، په یوه مطلب کې راغلي تمه ده چې هند او امریکا خپل دفاعي تړونونه چې کولای شي پوځ یې د چین د نفوذ پر وړاندې سره نژدې کړي، فاینل یا وروستي کړي.

هندوستان ټایمز لیکي دا خبرې داسې مهال کېږي چې د امریکا دښمني د هندوستان له دودیزو متحدینو روسیې او ایران سره مخ په ډېریدو ده. ایران چې امریکا پرې بندیزونه لګولي هند ته د تېلو ستر صادرونکی دی او د هند د پوځ دوه پر درې برخې پوځي تجهیزات له روسیې ورځي.

ورځپاڼه لیکي امریکا د هند له خوا له روسیې څخه د ایس ۴۰۰ توغندیو د پیرلو په اړه هم اندېښمنه ده.