هند کې همجنس خوښونه قانوني شوه
د حکم تر صادرېدو وروسته له محکمې بهر کمپاین کوونکو چیغې نارې وهلې او ځینو یې اوښکې تویې کړې.
په یوه تاریخي پرېکړه کې د هند سترې محکمې په هېواد کې د همجنس خوښوونکو هغه قانوني عمل اعلان کړ، چې د خپل جنس جوړوې جنسي اړیکه پکې قانوني شوه.
قاضي د همنوغۍ په اړه د استعمار د وخت لانجمن قانون غیر منطقي او جبري وباله.
پنځو قاضیانو په یوه خوله هغه پرېکړې ته د پای ټکی کېښود چې همجنس خوښي يې یو غیر طبیعي جرم باله.
دغه مادې ته درېمه فقره اوه اوه وايي.
دغه حکم د ۲۰۱۳ کال د قضاوت حکم لغوه کوي چې د استعمار مهال ۳۷۷ قانون یوه برخه بلل کېده. په هغه قانون کې همجنس غوښتنه (غیرطبعي سرغړونه) بلل کېده.
دا د نړۍ یو له پخوانیو قوانینو وو چې همجنس غوښتنه یې جرم باله او هند یې ليرې کولو ته لېوالتیا نه لرله.
د حکم تر صادرېدو وروسته له محکمې بهر کمپاین کوونکو چیغې نارې وهلې او ځینو یې اوښکې تویې کړې.
د محکمې قاضي ډیپک مشرا د خپل قضاوت د لوستلو پر مهال وویل، د جنسي اړیکو ټینګولو جرم بلل غیرمنطقي، خپلسري او په څرګنده توګه غیر قانوني دي.
هند کې همجنس خوښوونکو او جنس بدلو ټولنو د همجنس خوښۍ عمل د هغه قانون بدلولو لپاره کلکه مبارزه وکړه، چې دا عمل یې غیر طبیعي جرم باله.
د مشر قاضي او د پنځو قاضیانو فیصله کې وویل شول، چې "د بالغو همجنس خوښوونکو کسانو ترمنځ پخپله خوښه جنسي اړیکه نیول نور جرم نه دی."
د هند همجنس غوښتنې او جنسیت بدلوونکو ټولنو اوږد مهاله مبارزه وکړه چې ۳۷۷ ماده لېرې کړي چې له مخې یې د غیر طبعي جنسي اړیکو قانون سرغړونکو ته د لس کاله زندان حکم ټاکل شوی و.
د برابرو حقونو غوښتونکي فعالان په دې باور وو چې د دغه قانون شتون د جنسي غوښتنو سره توپیري چلند دی. دوی په وار وار ویلي وو دغه قانون د هغو کسانو لپاره ځوروونکی دی چې همجنس خوښي LGBT دي.