د برازیل د ولسمشریزو ټاکنو پر مخکښ نوماند 'ژایر بالسونارو' د چړې برید شوی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه انځور هغه مهال اخیستل شوی چې ښاغلي بالسونارو په ګېده کې په چاکو وهل شوی دی.

د برازیل د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند ژایر بالسونارو د ټاکنیز کمپاین پر مهال د چاکو ګوزارونه شوي چې له امله نوموړی سخت ټپی شوی دی.

هغه د برازیل په جنوب ختیځ میناس ګریس ولایت کې خپلو پلویانو سره د لیدنې پر مهال ټپي شوی دی.

د روغتون چارواکو ویلي، د چړې په برید کې د ښاغلي بالسونارو کولمې زخمي شوي او ښه کېدو ته یې هلمندي ډېره ده.

دغه لانجمن برازیلی سیاستوال د همجنس خوښو پر ضد پاروونکې خبرې کړې چې د ډېرو غوسه یې پارولې ده، خو نوموړی د وروستیو نظرپوښتنو له مخې د برازیل د ولسمشرۍ له مخکښو نوماندانو دی.

* د برازیل یوه ټاپو کې ۱۲ کاله وروسته ماشوم وزېږېد

* د برازیل پولیسو د کوکایینو د قاچاق امپراتور ونیوه

* د نړۍ تر ټولو "ډېر یوازې" انسان

د نظر پوښتنو له مخې، که د برازیل پخوانی ولسمشر لولا داسیلوا ولسمشرۍ ته د نوماندۍ شرایط پوره نه کړي، نو ښاغلي بالسونارو به وتوانېږي په راتلونکو ټاکنو تر نورو ډېرې رایې وګټي.

لولا داسیلوا بیاځلي لپاره په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندۍ منع شوی، خو هڅې روانې دي چې دغه ممانعت لغوه شي.

د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې ښاغلي بالسونارو د خپلو پلویانو پر اوږو دی چې په ګېده کې په چاړه وهل کېږي.

نوموړی تر برید وروسته څه ناڅه بې حاله کېږی او پلویان یې هغه د موټر پر لور وړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیسو دغه کس د برید په تور نیولی دی

د روغتون چارواکو ویلي، نوموړی به په روغتون کې تر یوې اونۍ بسترېدو وروسته ښه شي.

پولیسو یو کس پر ښاغلي بالسونارو د برید په تور د (را ادلیو اوبیسپود اولیوریا) په نامه یو کس نیولی دی

د ښاغلي بالسونارو ټاکنیزو سیالانو پر هغه د چړې شوی برید غندلی دی.

ورته مطالب