"افغانستان اسیا کپ سیالیو کې له ډېرو هیلو سره ګډون کوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
اماراتۍ ورځپاڼه نیشنل لیکي افغانستان د اسیا کرېکټ سیالیو کې له ډېرو هیلو سره ګډون کوي. ورځپاڼه زیاتوي، ښايي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یادو سیالیو د ګډونوالو په منځ تر ټولو لږه تجربه ولري خو لوبډلمشر اصغر افغان ډاډه دی لوبډله یې وړتیا لري چې د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ ته ځان ورسوي.
ښاغلي افغان ورځپاڼې ته ویلي، ایرلنډ ته د شل اوریزو او یوه ورځنیو سیالیو کې په ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ کې د بریا چانس لري.
هغه زیاته کړې په ګروپ کې ورسره پیاوړې لوبډلې دي، خو دی زیاتوي دوی په بشپړ هوډ سره په دې سیالیو کې برخه اخلي او لومړیتوب یې دادی چې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ځان ورسوي.
ده د کرکټ له افغان مینه والو غوښتنه کړې چې سیالیو ته ورشي او د لوبډلې ملاتړ یې وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان سرتیري له خوا د یوه امریکايي سرتیري د وژلو د وروستۍ په اړه مطلب خپور کړی ، دا پيښه دوشنبه رامنځته شوې وه، ورځپاڼه د یوه افغان چارواکي په حواله لیکي چې افغان سرتیري پر امریکايي سرتیرو د دې لپاره برید کړی چې د خپلو ملګرو غچ واخلي.
له دې وړاندې د امریکايي ځواکونو په برید کې څو افغان پولیس سرتیري وژل شوي وو.
دا پيښه په تېره اګست میاشت کې د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې شوې ده.
پر دغه مهال پر ولسوالۍ طالبانو برید کړی چې بیا امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي برید وکړ خو سیمه ییز پولیس یې په نښه کړل.
نیویارک ټایمز لیکي، امریکايي سرتېري له دوه افغان سرتېرو سره په یوه پوځي اډه کې قدم واهه چې دوه افغان سرتیرو پرې برید وکړ. ده خپله زغره پر تن نه درلوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
العرب ورځپاڼه
العرب ورځپاڼه چې له لندنه خپریږي لیکي چې د سوریې په ادلب کې راتلونکی وضعیت تر ډیره په ایران کې د ترکیې ، ایران او روسیې د مشرانو ترمنځ د غونډې پایلو پورې تړاو لري.
دا درې واړه مشران نن د ایران په تبریز ښار کې سره جرګه کیږي.
په دې اړه یوه خپاره شوي مطلب کې ویل شوي چې په ادلب کې راتلونکی حالت د ترکیې او روسیې ترمنځ اړیکو او جوړ جاړي پورې هم تړاو لري او په نننۍ غونډه کې په سوریه کې د سیاسي لېږد په اړه هم خبرې کېږي.
العرب ورځپاڼې په دې مطلب کې له سوریې سره ګډې پولې ته څېرمه د ترکیې د لا زیات شمېر ځواکونو ځای پر ځای کولو ته هم اشاره شوې او لیکي چې په دې کار سره ترکیه غواړي وښيي د سوریې په قضیه کې یو فعال لوری دی.
ترکیه د سوریې په شمال ختیځ ولایت ادلب کې چې له ترکیې سره پر پوله پروت دی، ډیر نفوذ لرياو پر ادلب د پراخو عملیاتو سره مخالفت کوي.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼه
پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي، د پاکستان حکومت له ایراني چارواکو سره د هغو نږدې درې زره پاکستاني وګړو د برخلیک په تړاو خبرې کړي چې په ایران کې د نشه یي توکو په قاچاق کې پر اعدام محکوم شوي دي.
ورځپاڼه د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چودري له قوله لیکي، هڅه کېږي د ایران اړونده قانون د تعدیل په رڼا کې دغه پاکستان وګړي خپل هېواد ته را ستانه کړل شي.