پوتين، روحاني او اردوغان پر سوریې غږېدلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ادلیب کې د کډوالو حال

د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشرانو تهران کې د سوریې په تړاو غونډه کړې. ولادمیر پوتین، رجب طیب اردوغان او حسن روحاني له غونډې وروسته ګډه خبرې ناسته هم درلوده.

د غونډې لپاره د روسیې او ترکیې ولسمشران نن 'جمعه اووم سپتمبر ' تهران ته ورسېدل او له ګډې غونډې مخکې یې لومړى دوه په دوه غونډې هم درلودې.

له ګډې غونډې مخکې یې له یوه بل سره ځانګړې غونډې هم درلودې.

ایراني ولسمشر دغه غونډه کې پر امریکا متحدو ایالتونو تور پورې کړ، چې د ده په خبره پر سوریې یې 'تېری ' کړی او د هغه هېواد حکومت له بلنې پرته یې پوځیان هلته حضور لري.

ایراني ولسمشر له نړیوالې ټولنې د سوري کډوالو بېرته ستنېدو او د دغه هېواد بیا رغاونې لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.

د انځور حقوق IRNA
Image caption د روحاني او پوتین لیدنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غونډې ته وینا کې وویل، د سوریې ۹۰ سلنه خاوره 'ازاده ' شوې او په خبره یې د سوریې حکومت مخالف 'ترهګر ' ادلیب کې یو ځای شوي دي.

د سوریې حکومت چارواکي، ایران او روسیه د بشارالاسد حکومت مخالفان 'ترهګر ' بولي او ترکي حکومت بیا یوازې سخت دریځي سوري اسلامپال 'ترهګر ' بولي او د هغه هېواد حکومت نورې ټولې مخالفې ډلې منځلارې بولي.

ښاغلي پوتین سوریې کې د سولې او ثبات لپاره د جمعې ورځې غونډې ته هیله مندي څرګنده کړه او په مسکو کې یې د سوري کډوالو بېرته ستنېدو لپاره د زمینې برابرولو مرکز وړاندیز وکړ.

د سوریې ادلب کې چاودنې ۳۹ کسان ووژل

د سوریې برید له قانوني اړخه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان غونډې ته وینا کې وویل، چې ټوله نړۍ د دغې غونډې پایلو ته انتظار کوي.

د نوموړي په خبره د 'استانې ' غونډې هدف دا و، چې دغه درې هېوادونه د 'لږ تر لږه مشترکاتو ' په تړاو هوکړه وکړي او دا مشترکات د ده په خبره د سوریې خاورې بشپړتیا او دغه هېواد کې د سولې راتګ دي.

د ترکیې ولسمشر دغه راز غوښتنه وکړه، چې دغه غونډه باید ادلب کې اوربند اعلان کړي، چې ځواب کې یې د روسیې ولسمشر وویل د غونډې بیانیه کې ویل شوي، چې ټول درې هېوادونه باید ادلب کې کراري تضمین کړي.

ښاغلي پوتین وویل، 'په دغه غونډه کې د 'النصره ترهګر ' او د سوریې پوځ استازي نه شته، د غونډې ګډونوال نه شي کولای د هغوی له لوري اوربند اعلان کړي.

د غونډې پای کې ایراني ولسمشر حسن روحاني وویل د تهران پرېکړه لیک د غونډې ټولو ګډونوالو تصویب کړی دی او باید دغه خبرې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه د ادلب موضوع باید ملکي خلکو ته له لږ تر لږه زیان اوښتو پرته حل شي.

د انځور حقوق IRNA
Image caption د اردوغان او پویتن لیدنه

دغه غونډه داسې مهال کېږي، چې رپوټونو کې ویل شوي سوري پوځ او ملاتړي یې پر ادلب ښار برید ته چمتوالی کوي، چې دې ادلب کې د ملکي وگړو لپاره د ممکنه خطرونو په تړاو اندېښنې ډېرې کړي دي.

دا مهال د ادلب په ګډون له ځینو برخو پرته د سوریې خاورې پر ډېره برخه د بشارالاسد حکومت او ملاتړي یې ولکه لري.

د تهران نننۍ غونډه د سوریې په تړاو د دغو دریو هېوادونو تر منځ دريمه غونډه ده.

ورته مطالب