ادلیب کې د کډوالو حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ادلیب کې د کډوالو حال

د ایران ولسمشر وايي، د سوریې په ادلیب ولایت کې د یاغیانو پرضدل عملیات بدلېدونکي نه دي.

خو د تهران په سرمشریزه کې د ترکیې او روسیې مشرانو د ډله ییزو وژنو د خطر خبرداری ورکړ. په ایدلیب کې بیا د رپوټونو له مخې له نن سهار راهیسې د یاغیانو پر سنګرونو هوايي برېدونه کېږي. په دې ولایت کې نژدې درې میلیونه خلک اوسېږي چې ځینې یې تند لاري دي خو ډېر یې بیا داسې کډوال دي چې د تللو لپاره هیڅ ځای نه لري.