د بصرې لاریونیانو د ایران کونسلګري سوځولې
لاریونیانو سیلفیان اخیستل، د ایران کونسلګري یې وسوځوله او د خپلې بریا نارې یې وهلې
د عراق بصره ښار کې پر پنځمه پرله پسې ورځ لاریونیانو د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی او ودانۍ یې سوځولې ده. د فساد او عمومي خدمتونو نشتوالي پروړاندې لاریونیانو د عراق پر سیاستوالو او د ایران د نفوذ پرضد نارې وهلې.
سلګونو مظاهره کوونکو د بصرې سوېل ختیځ کې د ولسي پاڅون ودانۍ پر عمومي دروازه هم برید کړی.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د ولسي پاڅون د مرکزي قوماندې ودانۍ په دروازه کې د ډزو غږ هم اورېدلی شوی.
بصره کې ګرځبندیز
رپوټونه وايي، بصره کې امنیتي چارواکو تر دویم امر پورې ګرځبندیز اعلان کړی.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت بصره کې د لاریونیانو له خوا د ایران د کونسلګرۍ سوځېدل غندلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي پر کونسلګرۍ برید غندلی او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
ایران وايي، دیپلوماتانو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.
لارونیانو له پنځو ورځو پرله پسې لاریونونو وروسته د کونسلګرۍ ودانۍ وسوځوله
په عراق کې پر پنځمه پرله پسې ورځ د عمومي خدمتونو د وضعیت، فساد، او د بېکارۍ د ډېرېدو پروړاندې لاریونونه روان دي.
له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د بصرې لاریونونو کې ۱۱ کسان وژل شوي. د جمعې ورځې په اعتراضونو کې هم یو کس وژل شوی.
تېره شپه هم زرګونه لاریونیانو د بصرې واټونو ته راوتلي وو. قهرېدلو لاریونیانو د پنجشنبې په شپه ځینو حکومتي ودانیو ته هم اور اچولی و.
دې اونۍ کې نهه لاریونیان وژل شوي
ددغو لاریونونو له کبله د پنجشنبې پر ورځ د عراق مههم او ستراتیژیک بندر "ام القصر" هم تړلی و.
په تېره مې میاشت کې د عراق له ټاکنو وروسته، ګڼ عراقي ګوندونه لاهم د یوه نوي ایتلافي حکومت پر جوړولو نه دي توانېدلي.
عراق کې شیعه ملا ایت الله علي سیستاني د جمعې لمانځه کې پر عراقي سیاستوالو نیوکه کړې او دوی یې د بصرې د ناامنیو لامل بللي دي.
نوموړي د یوه داسې نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې په سیاست کې له پخواني حکومته جلا وي.
اعتراض د سیاستوالو د فساد او د عمومي خدمتونو د نشتوالي پرضد و.
د ناامنیو دا لړۍ تېر جولای کې پیل شوه