د علي‌بابا شرکت بنسټګر جک ما د بشرپالنې لپاره 'دنده پرېږدي'

Jack Ma speaks during a news conference in Hong Kong, China, June 25, 2018

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ښاغلی ما چې په دوشنبه ۵۴ کلن کېږي څلوېښت مېلیارده ډالره سوچه پانګه لري

د نيويارک ټایمز د راپور له مخې د چین یو تر ټولو شتمن کس جک ما غواړي د دوشنبې په ورځ د پرليکه سوداګرۍ د ستر شرکت علي‌بابا له مشرۍ استعفا وکړي.

ورځپاڼې ویلي چې هغه به د علي‌بابا د رهبرۍ پلاوي غړی پاتې شي، خو په بشرپالنه او پوهنه به تمرکز وکړي.

ښاغلي ما د علي‌بابا شرکت بنسټ په ۱۹۹۹ کال کې کېښود او په نړیواله کچه يې تر ټولو ستر پرليکه شرکت ترې جوړ کړ.

د څه باندې ۴۰۰ میلیارده ډالرو بازاري ارزښت په لرلو سره دغه شرکت د پرلیکه پلورلو، فلم تولید او پر ليکه د کمپیوټري ډېټا د خوندي کولو خدمات وړاندې کوي.

ښاغلي ما چې د انګليسي پخوانی استاد دی له ټایمز سره مرکه کې ويلي، تقاعد به د يوه پېر پای نه وي، بلکه د يوه نوي پېر پیل به وي.

هغه ویلي: " زه له پوهنې سره مينه لرم".

ښاغلی ما چې په دوشنبه ۵۴ کلن کېږي څلوېښت مېلیارده ډالره سوچه پانګه لري چې د فوربس د ۲۰۱۷ د شمېرو له مخې د چين د بډایانو په نوملړ کې درېیم تر ټولو بډای کس دی.

د روانې اونۍ په پیل کې ښاغلي ما بلومبرګ تلویزیون ته ویلي و چې غواړي شخصي بنسټ جوړ کړي او د مایکروسافټ د بنسټګر بېل ګېټس په ګامونو قدم واخلي.

هغه ویلي: "ډېر څه شته چې له بېل ګېټس څخه يې زدکولی شم."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د څه باندې ۴۰۰ میلیارده ډالرو بازاري ارزښت په لرلو سره دغه شرکت د پرلیکه پلورلو، فلم تولید او پر ليکه د کمپیوټري ډېټا د خوندي کولو خدمات وړاندې کوي.

"زه له دې نور نه بډای کېږم، غوره خبره دا ده چې مخکې تقاعد شم. فکر کوم یوه ورځ په دې نږدې وختو کې او بېرته به تدريس ته لاړ شم. دا هغه څه دي چې ډاډه یم د علي‌بابا له اجرايه مشرۍ نه يې ډېر ښه کولی شم."

ښاغلي ما خپل مسلکي ژوند د چين د ختیځ زينز‎ژیانګ ایالت په هانګ‌ژاو ښار کې په يوه پوهنتون کې د انګليسي ژبې په تدريس پیل کړ. هغه علي‌بابا شرکت له خپلو څو ملګرو سره یو ځای له خپله کوره پیل کړ.