مصر کې د ۲۰۱۳ کال مظاهرو په تړاو سلګونه کسان محاکمه شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د قاهرې هغو مظاهرو کې سلګونه کسان وژل شوي وو

د مصر يوې محکمې په ۲۰۱۳م کال کې پلازمېنه قاهره کې د لاریونونو په تړاو چې امنیتی ځواکونو پکې سلګونه لاریونیان ووژل، ۷۵ کسانو ته د اعدام ورکړل شوې سزا تایید کړه.

سزا سره مخېدونکو کې د اخوان المسلمین ځینې مشهور غړي هم شامل دي. لسګونو نورو ته د عمري بند سزا ورکړل شوې.

نور اووه سوه کسان د لنډې مودې بند په سزا محکوم شوي دي.

په دوی کې جایزه ګټونکی عکاس - خبریال محمود ابو زید چې په شوکان مشهور دی، هم شته چې د پنځو کلونو بند سزا یې ورکړې ده.

نوموړي د محکمې له دغې پرېکړې مخکې پنځه کاله زندان کې تېر کړي او تمه کېږي، چې اوس به خوشی شي.

د مصر پر جومات بریدکوونکو د 'اسلامي دولت ډلې جنډه لېږدوله'

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک "خوشی کېږي"

د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنیشنل دا محاکمه 'بشپړه نا عادلانه ' بللې او وايی د مصر له اساسي قانونه سرغړاوی دی.

د دغې ډله ییزې محاکمې لړ کې محکوم شوي کسان په وژنه، تاوتریخوالي ته لمسولو او د غیر قانوني مظاهرو په کولو تورن وو.

هغه مهال د مصر ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي د پوځي مشر او اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي له لوري له واکه لرې کړل شو او څو وروځې وروسته د ښاغلي مرسي پلویانو پراخې مظاهرې وکړې، چې بهیر کې یې سلګونه کسان ونیول شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption عکاس-خبریال محمود ابو زید د محکمې له دغې پرېکړې مخکې پنځه کاله زندان کې تېر کړي او تمه کېږي، چې اوس به خوشی شي.

په اعدام محکومو ۷۵ کسانو ته جولای میاشت کې سزا ورکړل شوې وه او د شنبې پر ورځ د دغې سزا تایید او اضافي پرېکړو دغه ډله ییزه محاکمه پای ته ورسوله. حکومت ادعا کړې وه، چې ډېر مظاهره کونکي وسله وال و.

دغه راز لومړي سر کې د امنیتي ځواکونو د ۴۰ کسانو او وروسته دغو مظاهرو کې د اتو پولیسو وژل کېدو ادعا وشوه. له هغه وروسته رسماً اخوان المسلمین 'ترهګر سازمان ' وبلل شو.

اړونده مطالب