تاجک امامانو د جوماتونو په چنده "د لینن مجسمه ورغوله"
هر جومات اونۍ کې ۱۰۰ ډالر راغونډ کړي
د رپوټونو له مخې، په تاجکستان کې د یو شمېر جوماتونو امامانو د خیرات پیسې د روسي انقلابي لینن د مجسمې پر رغولو لګولې دي.
د "لیبرټي" تاجکستان لپاره د ازادۍ رادیو په راپور کې راغلي، د تاجکستان سوېلي شهرتوس ښار کې د جوماتونو امامانو د جمعې په ورځو راغونډې کړې خیراتي پیسې د ښار په زړه کې د لینن جوړې شوې مجسمې پر ترمیمولو لګولې دي.
د لینن مجسمې ته ځلانده طلايي رنګ ورکړل شوی، مټې یې له سره رغول شوې دي چې وړاندې غوڅې شوې وې.
د شهرتوس شورا مهرنیسو راجبووا ویلي، دا کار د ملا امامانو له خوا عملي شوی دی:
"مجسمه یې ترمیم کړه او شاوخوا سیمه یې پاکه کړه، د اوبو شراره یې هم له سره ورغوله."
ځینو امامانو له یادې رادیو سره خبرې کړې، خو خپل هویت او د مجسمې پر ترمیم د لګول شویو پیسو اندازه یې پټه ساتلې، خو دا یې ویلي چې هره اونۍ یې جوماتونو کې د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت پیسې راټولې کړې دي.
په شهرتوس ښار کې د لینن د مجسمې تاریخ تر ۱۹۸۰ کلونو پورې رسېږي، چې د هغه وخت د شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه.
د لینن د مجسمې بیارغولو تاجکستان کې تاوده بحثونه او لانجې پیل کړې دي
په ۱۹۹۱ کال د تاجکستان له خپلواکۍ او د شوروي له ماتېدو وروسته، د شوروي اتحاد د بنسټګر ډېری مجسمې ماتې شوې، خو دغې مجسمې ته د یوه قیمتي تاریخي څیز په سترګه کتل کېدل او تر ۲۰۱۶ کاله وساتل شوه.
په دغه کال چارواکو د شوروي اتحاد د وخت مجسمو د بدلولو پرېکړه وکړه او هوډ یې دا و چې د خپلواکۍ له اخیستو وروسته دې د ملي اتلانو مجسمې ودرول شي.
د لینن دا مجسمه هم لرې شوه او د ابشاران کلي په یوه ودانۍ کې ودرول شوه.
"زموږ تاریخ"
ملا امامانو د مجسمې د ترمیمولو د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادې مجسمې ترمیمولو مسلې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه پیل کړي، ګڼو دا خبر دروغ بللی، خو ځینو نورو بیا تېر ایستونکی ګڼلی دی.
ملا امامانو د مجسمې د ترمیمولو د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.
ځینو خواله رسنیو کاروونکو د ملا امامانو دا کار رد کړی او د ازادي رادیو پر وېبپاڼې یې په تبصرو کې لیکلي چې: "دوی د (اسلام) ملا امامان نه دي، بلکې د بوتانو بندګان دي"، خو نورو بیا ویلي چې "دا مرستې یې پر بې وزلو وېشلی شوای."
ځینو نورو بیا په هېواد کې اوسنی ناسم وضعیت د شوروي د واکمنۍ د مهال له ژوند سره پرتله کړی او د امامانو دا کار یې ستایلی دی:
"دوی ښه کار کړی. که لینن نه وی د منځنۍ اسیا وګړي به جاهل پاتې وی."