روسي او سوري الوتکو "پر ادلب هوايي بریدونه کړي"
ایران او روسیې سوریه کې اوربند رد کړی
سوري فعالان وايي پر ادلب د روسیې او سوريې هوايي ځواکونو پروني بریدونه په تېرو څو میاشتو کې پر دغه ولایت تر ټولو سخت بلل شوي دي.
په برتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ له مخې، په درېیو ساعتونو کې ګډو ځواکونو شپيته هوايي بریدونه کړي.
رویټرز خبري اژانس د ځايي خلکو له خولېویلي، دولتي الوتکو د ادلب په سوېل کې پر خان شیخون ښار بېرلي بمونه غورځولي دي.
د "سپين خولیو" په نوم د ژغورنې سازمان فعالیانو ویلي د روسي الوتکو له خوا له ویشتل شویو ویجاړو ودانیو یې څلور مړي رایستلي دي.
بېرلي بمونه
د سوریې ځواکونو د بېرلي بمونو کارول رد کړي، خو ملګري ملتونه وايي دا ډول بمونه په رښتیا هم کارول شوي دي.
روسیې بیا ویلي د ملکي وګړو ژوند ته پام کوي او د هغو سخت دریځو ډلو مرکزونه په نښه کوي چې له القاعده ډلې سره اړیکي لري، خو فعالان وايي پر ادلب د وروستیو بریدونو ډېر قربانیان ملکي وګړي دي.
د حکومت مخالفې ډلې وايي، روسیه او په سوریه کې د ټلوالې د نورو غړو هېوادونو ځواکونه روغتونونه او د ژغورنې بنسټونه په نښه کوي چې وسله والو اړشي وسله پرځمکه کېږي، لکه د سوریې په نورو سیمو کې چې وشول.
ادلب کې زرګونه خلک د جګړې له کبله بې ځایه شوي دي
پر ادلب بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه پراخېږي چې د سوریې، ایران او ترکیې مشران په تهران کې سره جرګه شول، خو ایران او روسیې د اوربند وړاندیز رد کړی او ددوی په وینا د ترهګرو پر ځپلو یې ټینګار وکړ.
ادلب د سوریې حکومت د مخالفو ډلو وروستی مورچل بلل کېږي، هغه ډلې چې له کلونو راهیسې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.
اټکل دی چې په ادلب ولایت کې چې له ترکیې سره پر ګډه پوله پروت دی، شاوخوا دېرش زره وسلوالو مېشت دي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ادلب کې نژدې درې میلیونه خلک ژوند کوي.
ادلیب کې د کډوالو حال