امریکايي ولس ته څوک د افغانستان په اړه ناسم معلومات ورکوي؟

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
ښځې

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، امریکايي چارواکو ویلي په ۲۰۱۰ کال کې په هرو سل زرو مېرمنو کې د زیږون پرمهال ۳۲۷ مېرمنې مړې شوې،

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، څه ډول حکومت امریکايي ولس ته د افغانستان جګړې په اړه ناسم معلومات ورکوي؟ ورځپاڼه لیکي امریکا په تېرو شاوخوا اولسو کلونو کې په ا فغانستان کې څه باندې اته سوه او څلوېښت میلیارده ډالر لګوي او ۲۲۰۰ سرتېري یې وژل شوي دي، خو وضعیت ښه شوی نه دی او حکومت لا هم په کمزوري حالت کې دی.

د ناسمو معلوماتو په اړه چې د ورځپاڼې د ادعا له مخې امریکايي ولس ته ورکول کېږي، نیویارک ټایمز لیکي تر ټولو ښکاره مثال کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې په اړه ورکړل شوي معلومات دي.

د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، امریکايي چارواکو ویلي په ۲۰۱۰ کال کې په هرو سل زرو مېرمنو کې د زیږون پرمهال ۳۲۷ مېرمنې مړې شوې، خو دا شمېر افغانستان ته د امریکایانو د راتګ پرمهال یعنې په ۲۰۰۲ کال کې ۱۶۰۰ تنه و، خو نیویارک ټایمز وايي د نورو سازمانونو د شمېر پرتله دا شمېر سم نه دی.

ورځپاڼه زیاتوي،د برتانیا او ایرلنډ بنسټونو د شمېرو له مخې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د زیږون پرمهال له هرو یو لک مېرمنو ۱۵۷۵ یې مړې شوي او ځینو نورو ادارو دا شمېره د ۸۸۵ او ۱۶۰۰ ترمنځ ښودلې ده.

"رد الفساد عملیات"

ډیلې ټایمز ورځپاڼې په شمالي وزیرستان کې د وزیرستان شورا په نوم د یوې نوې ډلې په اړه خپله سرمقاله کې لیکي ددې ډلې رامنځته کېدو چې له قومي مشرانو یې غوښتي له حکومت سره اړیکې پرې کړي مهمې پوښتنې را پورته کوي چې آیا ستونزې یوازې د ټوپک په شپیلې هوارېږي؟. ځکه د ورځپاڼې په وینا په بېلابېلو نومونو عملیات شوي او د "رد الفساد" په نوم عملیات لا هم روان دي.

ورځپاڼه لیکي په کار ده لومړی وزیر عمران خان د دا ډول پوښتنو ته ځواب ووايي.

ورځپاڼه په پایله کې زیاتوي څوک به دا ټاکي چې د کومې وسله والې ډلې پرضد پوځي ځواک وکارول شي او ددې ستونزې هوارول د عمران خان د حکومت لپاره یو ازمایښت دی او په دې سره به خپله خپلواکي ثابته کړي.

"مودي! ولې افغانستان ته پوځیان نه استوې؟"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ورځپاڼه زیاتوي په دې کتنه کې ټرمپ نریندرا مودي ته وویل چې ولې افغانستان ته خپل ځواکونه نه استوي؟ د دې پوښتنې په کولو سره د ورځپاڼې په وینا مودي ډېر ډېر حیران شو.

انډین اکسپریس ورځپاڼه لیکي کله چې لس میاشتې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په فلپین کې وکتل، نو له تمې خلاف له هندي لوري داسې غوښتنه وشوه چې هندي چارواکي او همد یې امریکایان حیران کړل.

ورځپاڼه زیاتوي په دې کتنه کې ټرمپ نریندرا مودي ته وویل چې ولې افغانستان ته خپل ځواکونه نه استوي؟ د دې پوښتنې په کولو سره د ورځپاڼې په وینا مودي ډېر ډېر حیران شو.

ورځپاڼه لیکي، سرچینو ورته ویلي د ټرمپ له خوا ددې غوښتنې له مطرح کولو وروسته هندي لوري په نرمۍ سره خپل دریځ روښانه کړ چې دوی به په افغانستان کې د بیارغاونې په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.

خو ورځپاڼه لیکي دا ځل چې کله د امریکا او هند ددفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کې غونډه وکړه نو امریکايي لوري افغانستان ته د هندي ځواکونو د استولو غوښتنه تکرار نه کړه.