ایران کې درې کرد بندیان اعدام شول
له ښي اړخه زانیار مرادي، رامین حسین پناهي او لقمان مرادي
ایراني رسنۍ وايي، په دې هېواد کې درې کرد زندانیان رامین حسین پناهي، زانیار مرادي او لقمان مرادي اعدام شوي.
امنیتي سرچینو ته نژدې ورځپاڼې فارس خبر ورکړی چې دغه کسان په "ترهګرو ډلو کې د غړیتوب او له دې ډلو سره د وسله والو فعالیتونو" په تور اعدام شوي دي.
وړاندې نړیوالو رسمي سرچینو او د ټولنیزو رسنیو یوشمېر ایراني کارونکو د دغو درېیو تنو د اعدام د خطر په اړه اندېښنه ښودلې وه.
له دې څو ګړۍ وړاندې د رامین حسین پناهي وکیل حسین احمدي نیازي له 'ایسنا' خبري اژانس سره په خبرو کې د خپل موکل اعدام تایید کړی:
"موږ د رامین پناهي وکیلان هېڅ ډول معلومات نه لرو، خو له باوري سرچینو خبر شوو چې حکم پلی شوی."
انقلابي محکمه
د رامین ورور امجد حسین پناهي بي بي سي ته ویلي چې له څو اونۍ راهیسې رامین د نه خوړلو اعتصاب کړی و او په مات لاس د اعتصاب په حال اعدام شوی دی.
د ایران په سنندج ښار کې د انقلاب محکمې تېر کلال رامین حسین پناهي ته د "د بغاوت او په کومله ګوند کې د غړیتوب" په تور د اعدام سزا اورولې وه. په ایران کې د اسلامي حکومت پروړاندې وسله وال فعالیت بغاوت ګڼل کیږي، خو ښاغلي حسین پناهي دا تورونه رد کړي و.
دوه نور کسان چې په ایران کې اعدام شوي دي، زانیار مرادي او د هغه د تره زوی لقمان مرادي وو. ددوی د مدافع وکیل په خبره د وږي په ۱۷ (د سپټمبر ۸) زندان ته د ورتګ پرمهال ورته وویل شول چې دغه دوه کسان له دوه ورځو راهیسې د ایران د "امنیت" ادارې په واک کې دي.
د زانیار مرادي خور دیده مرادي تېره ورځ له بي بي سي سره په خبرو کې د خپل ورور او تره زوی د نژدې پېښېدونکي احتمالي اعدام په اړه اندېښنه ښودلې وه.
لقمان او زانیار مرادي د تهران د انقلاب محکمې له لوري د "د ملي امنیت پروړاندې د جګړې اقدام، په کومله حزب کې د غړیتوب او د مریوان (ښار) د جمعې امام د زوی د وژلو" په تور ورته د اعدام سزا اورول شوې وه.
سرخلاصی لیک
زانیار مرادي، لقمان مرادي او رامین حسین پناهي په ایران کې درې کرد بندیان، په ورستیو کې د کرج ښار رجايي زندان قرنطیه برخې ته لېږدول شوي وو.
زانیار او لقمان مرادي پر دوی پورې شوي تورنه رد کړي دي او ۵ کاله وړاندې یې له زندان نه په سرخلاصي لیک کې اعلان کړی و چې ددوی اعترافونه د شکنجې پر وخت اخیستل شوي او څېړونکو دوی په "جنسي تېري" ګواښلي و.
ددې درې کسانو له اعدام یوه ورځ وړاندې، ایران کې د بشري حقونو او همداراز د ناقانونه اعدامونو په اړه ملګرو ملتونو ته رپوټ ورکوونکو، له ایراني چارواکو غوښتي وو چې ددې درې بندیانو د اعدام حکم ودروي او دا حکم لغو کړي.