د شمالي کوریا پرېډ کې دا ځل توغندي نه وو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شمالي کوریا پرېډ کې دا ځل توغندي نه وو

شمالي کوریا خپله ۷۰ مه کلیزه په لوی پوځي پرېډ ولمانځله. دا ډول ورځې او مراسم معمولآ ښه فرصتونه وي چې یو هېواد پکې خپل پوځي شان او شوکت او وسله وښيي خو دا ځل پاینګ ینګ هر څه نه و را ایستلي، یعنې توغندي یې دا ځل په پرېډ کې نه و او خپله ورځ یې هم د اقتصاد بیا رغولو ته ځانګړې کړې وه. دا پرېډ په یوه حساس وخت کې کېږي، ځکه د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي.