"شهید اونۍ لمانځلو کې بې نظمۍ او د لاریونیانو ډزو اته ساعتونه دوام وکړ
- یما بارز
- بي بي سي
دا کاروانونه د سیاسي برلاسي د ښودلو لپاره هم بلل کېږي.
عرب نيوز ورځپاڼې پلازمينه کابل کې د احمد شاه مسعود د پلويانو د پروني لاريون په تړاو خپاره کړي مطلب کې ليکلي ډېر وگړي له دغې گدوډۍ له دې امله په غوسه و او حکومت يې ترټه چې گواکې په مخنيوي کې يې پاتې راغلى دى.
خو حکومت وايي چې د هغوى گڼ شمېر يې نيولي دي.
ورځپاڼه وايي دغې بې نظمې او د لاريونيانو له لوري هوايي ډزو اته ساعتونو لپاره دوام وکړ چې د هغوى په مخنيوي کې يې په څرگنده د پوليسو پاتې راتلل ښوول.
ورځپاڼه وايي خو پر لاريونيانو شوې چاودنه چې لا چا يې مسووليت نه دى منلى، لامل شوه چې خواره واره شي.
د ورځپاڼې په وينا د احمدشاه مسعود د کورنۍ غړو او د هغه نژدې ملگرو له لاريون او لاريونيانو واټن نيولى او پر هغوى يې نيوکې کړې دي.
ډان
د عکس سرچینه، World Economic Forum
د پاکستان حکومت لومړیو کې هغه کسان توندلاري بلل چې د عاطف میا د مقررۍ مخالف و، خو وروسته یې نوموړی ګوښه کړ.
ډان ورځپاڼې پاکستان ولې د توندلارۍ په منگولو کې گېر دى تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.
ليکوال د پاکستان اقتصادي مشورتي شورا د غړي په توگه احمدي مذهبي فرقې پورې د اړوند يوه اقتصاد پوه عاطف میا گومارنې او بيا د مذهبې تړاو له امله د نوموړي لرې کولو ته اشاره کړې. د پاکستان حکومت لومړیو کې هغه کسان توندلاري بلل چې د عاطف میا د مقررۍ مخالف و، خو وروسته یې نوموړی ګوښه کړ.
د نوموړي تر ګوښه کېدو وروسته د دې شورا دوو نورو غړو احتجاجاً خپلې دندې پرېښودې.
ليکوال وايي پاکستان د توندلارۍ په يوه ناوړه کړۍ کې گېر دى.
ليکوال وايي د پاکستان مشرتابه او دولتي بنسټونه د کرکجن روايت يرغمل دي.
د ورځپاڼې په وينا مالوم مذهبي مشران او ډلې پاکستانۍ ټولنه د گډوډۍ لور ته ټيل وهي چې حکومت د بې نظمۍ د مخنيوي او د روان حالت د کنټرول هڅه کوي خو په دې برخه کې يې تگلارې اغېزمنې نه دي.
مطلب کې راغلي د ټولنې په کچه دا ستونزه بيا لا ناوړه ده او د کمزورو مذهبي فرقو پر وړاندې يې د توپيري چلند بڼه خپله کړې.
ليکوال وايي د اورپکو له لوري تاوتريخوالى غندل کېږي خو شا ته يې پروت ذهنيت ته- چې نورو باورونو سره مخالفت دى- ډېر لږ پام کېږي.
ليکوال وايي د عمران خان حکومت چې د نوي پاکستان شعار ورکوي لا د دغې ناوړه کړۍ د ماتولو جرات نه دى څرگند کړى.
گارډين
د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت تېر اپرېل کې وویل، چې ماینونه هره میاشت نږدې ۱۸۰ افغانان وژني.
گارډين ورځپاڼې په نړۍ کې د ځمکنيو ماينونو له امله خلکو ته د ورپېښو خطرونو په تړاو رپوټ خپور کړى او وايي:
د نړۍ په کچه هره ورځ ٢٣ تنه د ځمکنيو ماينونو او يا ناچاودو توکو له امله وژل کېږي چې نيمايي ماشومان او ښځې دي.
افغان چارواکو هم وړاندې په يوه رپوټ کې ويلي و چې په منځنۍ کچه هره مياشت سلو کسانو ته د ناچاودو چاودېدونکو توکو له امله مرگژوبله اوړي.
د ماين پاکۍ برتانيايي ټولنې وايي چې له ماينونو د ځمکې پاکولو د چټکتيا لپاره ټیکنالوجي کاروي.
هندوستان ټايمز
هندوستان ټايمز ورځپاڼې د پخواني مشهور فلمي ستوري ډليپ کومار په تړاو ليکلي چې د سږو د پړسوب له امله د روغتون د بېړنۍ پاملرنې ځانگه کې بستري شوى.
د ډليپ کومار مېرمنې سايره بانو ورځپاڼې ته ويلي چې د مېړه روغتيايي حالت يې اوس ډېر ښه شوی دی.
نوموړى د ان، شکتي، مدهومتي، او مغل اعظم په څېر مشهورو هندي فلمونو کې لوبېدلى دى.