د سي بي اېس تلوېزیون مشر د جنسي تورونو له امله دنده پرېښوده

د انځور حقوق AFP
Image caption د سي بي ایس ټلویزیون پخوانی مشر

د امریکايي سي بي اېس تلویزیون رییس لس مونویز د ښځو په جنسي ځوورونه له تورنېدو وروسته خپله دنده پرېښوده.

تېره ورځ (د وږي ۱۸) د هغه پروړاندې د شپږو مېرمنو تورونه په امریکايي مجله نیویارکر کې خپاره شوو.

پر نوموړي لګېدلیو تورونو کې جنسي ځورونه هم شامله ده.

سي بي اېس اعلان کړی چې د تورونو له څېړلو وروسته یې پریکړه کړې چې له ښاغلي مونویز سره د دندې پرېښود هوکړه وکړي، داسې هوکړه چې له مخې به یې مونویز سل میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

ښاغلي مونویز ویلي هیڅکله یې له خپل واکه ښځو ته د نیږدې کېدو لپاره ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

جنسي ځورونه څه ده؟

په جنسي تېري تورن کس ته د عمر قید سزا

یوه فلم د لندن پټ جنسي کاروبار افشا کړی

له دې وړاندې په جولای میاشت کې هم نیویارکر د هغه په اړه نور تورونه خپاره کړي وو.

ښاغلي مونویز خپله دا تورونه رد کړي دي.

سي بي اېس ویلي چې دا شرکت او ښاغلی مونویز به د (#MeToo ) کمپاین ډلو سره ۲۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر ښاغلي مونویز له تورونو لګېدو وروسته، کمپنۍ دده د ګوښه کولو په فکر شوه.

لس مونویز په ۱۹۹۵ کې د سي بي اېس تفریحي برخې سره د رییس په توګه دنده پیل کړه.

هغه مهال یې د دې تلویزون د اصلي کمپنۍ نېشنل امیوزمنټ له مشرې شري رډسټون سره حقوقي جنجال درلود.

ښاغلی مونویز د رډسټون د طرحې سره سخت مخالف و چې سي بي اېس دې د نېشنل امیوزمنټ شبکې یوې بلې برخې سره دې یوځای شي.

خو د ښاغلي مونویز استعفا له دې سره هم مهاله وه چې سي بي اېس اعلان وکړ چې له نېشنل امیوزمنټ کمپنۍ سره خپله حقوقي دعوا دروي.

نېشنل امیوزمنټ هم اعلان کړی چې نه غواړي دغه دواړه شرکتونه سره لږ ترلږه تر دوو کلونو یو ځای کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لس مونویز په کال ۲۰۰۴ کې له مشهورې ټلویزیوني خپرونې چلونکې جولي چن سره واده وکړ.

ټولټال ۱۲ ښځو په لس مونویز تورونه پورې کړي.

د دوی یو شمېر وايي چې مونویز دوی جنسي اړیکې او لوڅېدو ته مجبورولې.

نورو ویلي چې د دې غوښتنې ردولو لپاره ښاغلي مونویز د دوی دندو کې ورته ستونزې جوړې کړې.

ښاغلی مونویز تېر کال د ۷۰ میلیونه ډالره عاید په ترلاسه کولو د نړۍ تر ټولو ډېر عاید ترلاسوونکی مدیر بلل شوی.

سي بي اېس شبکې تېر کال د خپرونو مشهور چلوونکی چارلي رز د جنسي مزاحمت له امله له دندې ګوښه کړ.

ورته مطالب