پاکستان: د احمدي اقتصاد پوه د اېستلو ضد احتجاج

پاکستان

په پاکستان کې د لږکیو د یوه غړي میا عاطف د اقتصادي سلاکارانو له شورا د اېستلو ضد احتجاجونه لاهم روان دي. که څه هم مخکې دغه احتجاج یوازي پر خواله رسنیو و، اوس یو شمېر فعالان کوڅو ته راوتلي او د پاکستاني حکومت دغه پرېکړه يې په سختو ټکو غندلې.

د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب مخې ته د دوشنبې په مازديګر یو شمېر فعالانو احتجاج وکړ او د حکومت دغه پرېکړه يې هم د پاکستان له اساسي قانون او هم له بشري حقونو سرغړونه وبلله.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د میا عاطف په نامه یو اقتصاد پوه د خپل حکومت د اقتصادي سلاکارانو په شورا کې اخیستی و، چې ددې پرېکړې پر ضد يې په پاکستان کې د مذهبپالو ډلو سربېره نورو سیاستوالو هم نیوکې وکړې.

ددغو مذهبپالو او نورو سیاستوالو احتجاج د اقتصادي سلاکارانو شورا کې د نوموړي د اخېستلو ضد ځکه و، چې د دوی په خبره د میاعاطف تعلق له احمدی لږکیو سره دی او په کار دی، چې پر ځای يې د دوی په خبره یو مسلمان راشي.

دې احتجاج ته په وینا کې یوې فعالې فرزانه باري وویل، د عمران خان له ګوند سره سره باید هغه ټول ګوندونه هم وغندل شي، چې د نوموړي پر ضد يې د پاکستان په سنا کې هم د هغه د لېرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د اغلې باري په وینا د پاکستان په سنا کې چې د کومو ګوندونو د سیاستوالو لخوا یو پرېکړه لیک تصویب شوی و، هغه ټول ګوندونه باید وغندل شي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دا پر احمدیانو د بي بي سي د ۲۰۱۷ کال رپوټ دی چې پکې احمدیانو ویلي د خپلې عقیدې له امله وژل کېږي.

پر خواله رسنیو لاس په لاس شوي د سنا په دغه پرېکړه لیک باندې د جمعیت علماء اسلام، جماعت اسلامي، مسلم لیګ نواز، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نېشنل ګوند د سناتورانو لاس لیکونه و. د فرزانه باري په وینا "دا ټول زموږ لوی او مهم ګوندونه دي، خو پکې دا جرات نشته، چې د خلکو د ګټو لپاره تګلارې جوړې کړي ".

د پاکستان نوي حکومت وړاندې ځکه د میاعاطف د اقتصادي سلاکارانو په شورا کې د اخیستلو پرېکړه کړې وه، ځکه چې د حکومتي ګوند په خبره نوموړی په اقتصادي چارو کې د پاکستان تر ټولو تکړه او بااستعداده کس بلل کېږي.

په همدې احتجاج کې شریکې یوې بلې فعالې مینه ګبینو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، که څه هم د دوی له روان حکومته د کوم ښه کار هیله نشته، خو بیا هم احتجاج ثبتول غواړي او په کار دی، چې حکومت د سخت دریځو پر ځای د روڼ اندو غوښتنې ومني.

احمدیان چې په پاکستان کې يې شمېر په سلګونه زره بلل کېږي، د پاکستان په اساسي قانون کې نا مسلم ګرځول شوي او له مودې راهیسې يې په پاکستان کې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په دې وروستیو کې د یادې فرقې یو شمېر کسان له همدې امله بهرنیو هېوادونو ته ګډه شوي دي.

اړونده مطالب