بولټن: په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه مه څېړئ

بولټن د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښاغلي بولټن دغه څرگندونې د ٢٠٠١ لومړي کال د سيپټمبر يوولسمې د بريدونو له کاليزې سره همهاله راځي چې د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې د ټلوالې د يرغل سبب شو .

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن گواښ کړى، که نړيواله جنايي محکمه په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د کړنو پلټنه مخته يوسي، نو دې محکمې ته به سزا ورکړي.

هغه وويل ، امريکا چمتو ده، چې د نړيوالې جنايي محکمې پر قاضیانو مالي او د سفر بندیزونه ولګوي او له جنايي تورونو سره يې مخامخ کړي.

د ښاغلي بولټن دغه څرگندونې د ٢٠٠١ لومړي کال د سپټمبر يوولسمې د بريدونو له کاليزې سره همهاله راځي چې د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې د ټلوالې د يرغل سبب شو.

د امريکا په مشرۍ ټلوالې په امريکا کې د سپټمبرد يوولسمې له بريدونو وروسته پر افغانستان يرغل وکړ چې نن يې دا دى اوولس کاله بشپړ شول.

د نړیوالې جنايي محکمې څارنواله افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټل غواړي

"د بشرضد جنګي جرمونو قربانیانو شکایت ته اسانتیاوې نه شته"

''نړیواله جنايي محکمه باید افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه کې مداخله وکړي''

امريکا ددغو بريدونو پړه د القاعدې شبکې پر مشر اسامه بن لادن واچوله، چې پر هغه مهال د طالبانو رژيم افغانستان کې ساتلى و او د طالبانو رژيم نسکور کړ او د ترهگرۍ پر وړاندې يې نړيواله جگړه اعلان کړه.

ښاغلي بولټن ویلي: "امریکا به نړیواله جنايي محکمه کې د خپلو وګړو او متحدینو د ساتنې لپاره له هر ډول غیر منصفانه او نا قانونه څار پروړاندې له ممکنه لارو د هغوی د ساتنې لپاره لاس په کار شي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تمه کېده چې فاتو بین سودا به له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي او انسانیت ضد جرمونو د ادعاوو په هکله پټلڼې وکړي.

ښاغلي بولټن ویلي، که دغه محکمه په افغانستان کې د امریکایانو د جنګي او استخباراتي پېر پرمهال د جنګي جنایتونو د تورونو په اړه څېړنه وکړي، د ټرمپ حکومت به له دوی سره مبارزه وکړي، که دا ډول څېړنه دوام ومومي، حکومت به امریکا ته د لاهې د محکمې د قاضیانو او څارنوالونو د ورتګ مخه ونیسي.

دوی وايي، امریکا به د امریکا د بانکي سیستم له لارې پر دوی مالي مرستې ودروي او سرغړوونکي به محکمې ته راکش کړي.

د جنګي جرمونو څېړلو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۷ کال د افغانستان د وضعیت په اړه خپله لومړنۍ ارزونه پیل کړه او تر اوسه یې تر ۱۱۲ ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.

د ۲۰۱۷ کال نومبر کې د نړیوالې جنايي محکمې ای سي سي یوې څارنوالې له قاضیانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ور کړي.

تمه کېده چې فاتو بین سودا به له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي او انسانیت ضد جرمونو د ادعاوو په هکله پټلڼې وکړي.

د جرمونو نړیواله محکمه چې مرکز یې په هالنډ کې دی په ۲۰۰۲ کال کې د نسل وژنې، بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو شکایتونو د څېړلو لپاره رامنځته شوه چې افغانستان یې هم په ۲۰۰۳ کې غړیتوب واخیست.

یاده محکمه په څلورو حالتونو کې لاس په کار کېدای شي:

  1. کله چې یو غړی هېواد پخپله خوښه د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو اړوند پېښو څېړل محکمې ته وسپاري.
  2. کله چې یو هېواد - د محکمې غړی نه وي - په یوه مشخصه پېښه کې د محکمې صلاحیت په رسمیت وپېژني او د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو قضیه ورته وسپاري.
  3. پخپله محکمه هم کار په لاس کېدای شي، په تېره بیا کله چې حقیقي افراد یا نا دولتي بنسټونه شکایتونه وروسپاري.
  4. کله چې امنیت شورا یوه پېښه محکمې ته راجع کړي، لکه د سودان دارفور کې عمر البشیر دوسیه.
د انځور حقوق .
Image caption بن سودا تمه ښودلې چې د افغان دولت، د روم تړون د غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې د شویو جرمونو له قربانیانو سره عدالت وشي.

ورته مطالب