ګوټیریڅ: د اقلیمي بدلون پر وړاندې هڅې کافي نه دي

انتونیو ګوټیریڅ د انځور حقوق EUROPANEWSWIRE/GADO
Image caption ښاغلی ګوټیریڅ وايي، د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په اړه د پاریس ۲۰۱۵ کال تړون سره سره، نړۍ لا هم په سم ډول پر دې مسیر روانه نه ده.

د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتونیو ګوټیریڅ خبرداری ورکړی، که نړۍ تر ۲۰۲۰ کاله د اقلیم بدلون پروړاندې خپل اوسنی تګلوری بدل نه کړي، له توان نه بهر د اقلیم له خطر سره به مخامخ شي.

ښاغلي ګوټیریڅ ویلي، د دغه "برخلیک ټاکونکې" مسالې په اړه د نړۍ د مشرانو ناتواني دده له نظره د خطر زنګ دی.

هغه د نړۍ له مشرانو غواړي چې د راتلونکي کال سپټمبر میاشت په نیویارک کې راټول شي او په دې اړه بحث وکړي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ټکنيو مذاکراتو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ښاغلي ګوټیریڅ په نړۍ کې د اقلیم بدلون له امله د هوا او اوبو اغېز په اړه انځور وړاندې کړی او وايي، دا تاثیر لکه د تودوخې څپې، طبیعي اور لګېدنې، توپانونه او ویجاړوونکي سیلابونه احساس شوی دی.

هغه وویل، مرجان د ورکېدو په حال کې دي، سمندرونه تیزابي کېدونکي دي او د سرچینو پر سر شخړې ډېرېدونکي دي.

د اقلیم بدلون: هېوادونه به له ټرمپ پرته خپل پلان پرمخ بیايي

هغه هېوادونه چې له اندازې ډېر ګرم شوي

توپانونه د اقلیم بدلون راوستي

د انځور حقوق MARIA ALEJANDRA CARDONA
Image caption د امریکا کلیفورنیا ځنګلونه سږ کال د سوځېدو له سختو پېښو سره مخامخ وو

کارپوهان وايي، د ځمکې په اتومسفیر کې د ډي اکسایډ کاربن د تراکم کچه د ۳ میلیون کلونو پرتله په لوړ حد کې ده.

ښاغلی ګوټیریڅ وايي، د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په اړه د پاریس ۲۰۱۵ کال تړون سره سره، نړۍ لا هم په سم ډول پر دې مسیر روانه نه ده.

خو هغه وايي له دې وضعیت سره لا هم کېدای شي له دې ستونزې سره مبارزه وشي. د ملګرو ملتونو مشر زیاتوي، دا ادعا بې معنی ده چې ګویا ددې کار مالي لګښت ډېر زیات دی.

د انځور حقوق IISD/ENB - KIARA WORTH
Image caption د چاپېریال ساتنې فعالانو د اقلیم د ورو بدلون او د چارواکو د ناغېړیو پرضد لاریونونه وکړل

ښاغلی ګوټیریڅ وايي، نړۍ په دې برخه کې لازم توان لري. نوییدونکې انرژي د لګښت له پلوه کوای شي د تېلو او زغالو سره سیالي وکړي. تر ۲۰۳۰ کاله به بادي او لمریزه برېښنا وکوای شي د اروپا په درېیو کې یوه برخه اړتیاوې پوره کړي.

خو د ملګرو ملتونو مشر وايي، په دې مسیر د پرمختګ پرلار لوی خنډ د سیاسي رهبري نشتوالی دی.

ورته مطالب