نواز شریف د کلثوم د جنازې او فاتحې لپاره درې ورځې خوشی شو

کلثوم د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلثوم نواز د لندن په یوه روغتون کې بستر وه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د جنازې مراسمو لپاره له جېل د دریو ورځو لپاره خوشی شو.

پر نواز شریف سربېره د هغه بندۍ لور مریم نواز او زوم یې کپټن صفدر هم د همدومره وخت لپاره د کلثوم نواز جنازې او فاتحې لپاره خوشي شوي دي.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي د نواز شریف ورور شهباز شریف د پنځو ورځو لپاره د دې دریو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

په پیل کې دوی د ۱۲ ګړیو لپاره خوشي شول، خو د پنجاب حکومت په هڅه یې دا وخت درې ورځې نور هم زیات شو.

* د کلثوم نواز بری او د شریف کورنۍ راتلونکی

* نواز شریف؛ سوداګر چې له ستونزو او فساد ډک دولت یې اداره کاوه

درې واړه بندیان پرون له اډیاله جېل څخه نور خان هوايي اډې ته ولېږدول او له هغه ځای ځانګړې الوتکه کې لاهور ته ولېږدول شول.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف مېرمن کلثوم نواز تر اوږدې ناروغۍ وروسته د سې شنبې په ورځ ( د سپټمبر ۱۱) د لندن په یوه روغتون کې سا ورکړې.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر رانا ثناالله وايي د کلثوم نواز د جنازې لمونځ د پنجشنبې په ورځ لندن په کې کېږي او د جمعې په ورځ یې لاهور ته مړی را وړل کېږي.

د جمعې په ورځ یې لاهور کې جنازه کېږي او بیا هلته خاورو ته سپارل کېږي.

د نواز شریف پارلماني څوکۍ ګټل

Image caption د کلثوم خواخوږي د روغتون مخ ته ولاړ دي.

د کلثوم نواز مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او لور يې مریم نوازشریف دواړه د درغلۍ په تور په زندان کې دي.

کله چې د پاکستان سترې محکمې تېر کال نواز شریف بې وړه وباله او پارلماني څوکۍ هم لرې شو، نو د څوکۍ لپاره یې لاهور کې بیا ټاکنې وشوې.

کلثوم نواز د ناروغۍ له امله ټاکنو کې منډې ترړې ونه کړې، خو دا ټاکنې یې وګتلې، مګر د ناروغۍ له امله یې د پارلماني غړې په توګه لوړه ونه کړه.

* مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې سیاسي څېره؟

* د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

تېر کال له دې ټاکنو مخکې د کلثوم نواز سرطان ناروغي تشخیص شوه او له هغه راهیسې د لندن په یوه شخصي روغتون کې بستر وه او د درملنه يې روانه وه.

د پخواني لومړي وزیر نوازشریف او کلثوم نواز دوه زامن حسن نواز او حسین نواز او دوې لوڼې مریم نواز او اسما لري.

زړوره مېرمن

د انځور حقوق PID
Image caption عمران خان وايي، د شریف کورنۍ ته به له قانون سره سم ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارو له مخې لومړي وزیر عمران خان اغلې کلثوم یوه زړوره ښځه بللې او ویلي يې دي، چې د شریف کورنۍ ته به له قانون سره سم ټولې اسانتیاوې ورکړل شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور په یوه ټوېټ کې وايي: د پاکستان د ځمکني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کلثوم نواز پر مړینه خواشیني ښيي او هغې ته د بښنې دوعا کوي.

پخواني لومړي وزیر نوازشریف او د هغه لور مریم نواز د روان کال په ۱۳م جولای له کلثوم نواز سره وروستۍ لیدنه د لندن په یوه شخصي روغتون کې کړې وه چې تر هغه وروسته نوازشریف او مریم نواز دواړه پاکستان ته راغلل او له همغه راهیسې په زندان کې دي.

د کلثوم نواز زامن حسن او حسین نواز د درغلۍ په تور د پاکستان سترې محکمې فراریان ګرځولي، مېړه او مشره لور يې په زندان کې ده، چې د هغې د جنازې په مراسمو کې يې ګډون ستونزمن ښکاري.

پر کورنۍ ژور اغېز

د انځور حقوق Twitter
Image caption د جولای پر ۱۳ پاکستان ته تر سنېدلو مخکې نواز شریف خپله مېرمن وروستی ځل ولیدله.

څه مهال مخکې شنونکي سهیل واړیچ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې کلثوم نواز خپله کورنۍ کې مهم رول درلود.

"د بچیانو ودونو کې یې هم لاس و په تېره له مریم نواز سره یې نږدې اړیکې درلودې".

د هغه په خبره، دا پرېکړه کلثوم کړې وه چې د نواز شریف کورنۍ له هېواد بهر کاروبار ولري.

سهیل واړیچ زیاتوي چې خپله نواز شریف هم د هغې خبرو ته ځانګړی پام کاوه:

"پر نواز شریف یې ژور اغېز و. د ډېرو خلکو په تړاو به یې نظر بریالی کېده او کله به چې سم وخت نو ښکاره ده چې اهمیت یې نور هم زیاتېده".

بې جنجاله شخصیت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نواز شریف لور مریم نواز له خپلې مور سره

خبریال اصف فاروقي وايي، پر ۱۹۹۹ کال د نواز شریف د خوشي کولو لپاره د هڅو مشري کلثوم نواز ته سپارل شوې وه:

"په دې تړاو متخلفې نظریې وې، خو تر ټولو مهمه دا وه چې زندان ته د نواز شریف تر تللو وروسته د مسلم لیګ نواز ډلې د وېش اندېښنه وه".

نوموړی زیاتوي، کلثوم نواز په دغو ستونزمنو سیاسي حالاتو کې یوه داسې ټولمنلې او بې جنجاله مشره وه چې ور سره د ټول مسلم لیګ مشرتابه یو موټی شو.

د هغه په خبره، وېره دا وه که کلثوم نواز هغه مهال سیاسي ډګر ته نه وتلی، نو مسلم خپل منځ کې وېشل کېده.

کلثوم نواز له هغه وروسته هم په مختلفو وختونو کې له هغو سیاسي مشرانو سره میلاو شوې او د هغوی خبرې یې اورېدلې چې له نواز شریف به خپه و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلثوم نواز کورنۍ د کشمیر وه، خو دا په لاهور کې زېږېدلې وه.