هند کې د بس اوښتو له کبله ۵۳ کسان وژل شوي

هند د انځور حقوق Getty Images

د هند تلنګانه ایالت کې د یوه بس ګاډي اوښتو له کبله ۵۳ کسان وژل شوي دي. ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، اوښتي بس د کليوالې سیمې پر یوه نري سړک خورا ډېر سرعت سره ځغاست چې د چلوونکي له کنټروله ووت او واوښت.

چارواکي وايي، ګاډي د ۶۰ کسانو لېږدولو وړتیا درلوده، خو له ۸۰ ډېرو کسانو پکې سفر کاوه. هندي چارواکي وايي، خونړۍ ترافیکي پېښې په دغه هېواد کې په معمول اوښتې او هرو څلورو دقیقو کې یوه ترافیکي پېښه کېږي.

د هند فدرالي وزیر ترافیکي پېښه کې وژل شوی

هند کې د اورګاډي اوښتو له امله د درنې مرګ ژوبلې وېره ده

د سیمې اوسېدونکي وايي، دوی د مرستې لپاره د پېښې ځای ته ورغلل او ویې لیدل چې بس کې دننه مړي یو پر بل برسېره پراته دي. ویل کېږي ګاډي کې یو شمېر کسان یوه نژدې معبد ته روان وو.

د تلنګانه ایالت اعلی وزیر کې چندر شېکهر وايي، پېښه کې د وژل شوي هر کس کورنۍ ته به ۵۰۰ زره هندۍ روپۍ د تاوان په توګه ورکول کېږي.

خبریالان وايي، د هند کلیوالو سیمو کې ډېر سپرلۍ ګاډي زاړه دي او د خوندیتوب احتیاطي تدبیرونو ته پکې ډېر پام نه کېږي.

داسې هم لیدل شوي، چې دغو ګاډو کې له وړتیا ډېر کسان سفر کوي او که څوکۍ نه مومي د ګاډي پر چت هم سفر کوي.

هند کې معمولاً د ګاډو ناوړه حالت، بې احتیاطه چلونکي او د سړکونو ناسم حالت د ترافیکي پېښو لوی عوامل بلل کېږي.

اړونده مطالب