"خلیلزاد د امريکا د سولې تگلارې ته تر بيا کتنې له طالبانو سره خبرې ځنډوي"

Image caption زلمی خلیلزاد تېره میاشت د افغانستان لپاره د امریکا استازی وګومارل شو.

هندوستان ټايمز د فرانسې خبرې اژانس د رپوټ پر بنسټ ليکلي چې د افغانستان لپاره د امريکا نوي ټاکلي استازي زلمي خليل زاد تر هغه له طالبانو سره نورې خبرې اترې ځنډولې چې په وينا يې وکړي.

ورځپاڼه وايي دا وينا د فرانسې خبرې اژانس ته کابل کې يوه بهرني چارواکي کړې خو پخلى لا نه دى شوى او په پاکستان کې د افغان طالبانو يوه لوړ پوړي قومندان ياد هژانس ته د ژر نورو خبرو اترو د شونتيا خبره کړې.

هندوستان ټايمز دا موضوع په ننگرهار کې د پروني خونړي بريد په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ياده کړې.

هندوستان ټايمز په دې مطلب کې پرونۍ پېښې ته په اشاره ليکلي چې افغانستان کې پراخېدونکې جگړې د سولې په تړاو خوشبينې تته کړې او دا اندېښنې يې بيا ډېرې کړې چې د ولسي جرگې راتلونکې ټاکنې به تر سره شي او که څنگه؟

ورځپاڼه وايي افغان ځواکونو ته چې وار له مخه تر فشار لاندې دي د رايو د مرکزونو د امنيت خوندي کولو دنده وسپارل شي حال دا چې دوى همدا اوس د اورپکو په شا تمبولو بوخته کې ښکېل دي؟

ډاڼ:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي امريکا پر پاکستان فشار اچوي چې له حقاني شبکې او طالبانو سره خپل اړيکي پرې کړي او چين هم له پاکستان غواړي چې د افغان سولې په بهير کې مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په وينا دا د چين او افغانستان اړيکي پياوړي کوي چې دې موضوع ته د پاکستان ډېر پام نه دى.

ورځپاڼه وايي چين د افغانستان له لوري د جنگي الوتکو د ور کړې پر غوښتنې هم غور کوي چې د ورځپاڼې په باور د دواړو هېوادونو په تودېدونکو اړيکو کې تر ټولو نوې پرمختيا ده.

چين افغانستان ته تېرکال د ٧٠ ميليون ډالرو د مرستې ژمنه وکړه او په تېر کوچني اختر کې درې ورځنى اوربند هم د چين او پاکستان په منځگړتوب شوي و.

ورځپاڼه وايي دا پرمختیا پاکستان ته څرگندوي چين د خپلو گټو خوندي کولو پسې دى.

د چين اندېښنه له اېغور توندلارو ده چې کېداى شي د بدخشان واخان له لارې د چين په لوېديځ کې بريدونه وکړي.

اېکسپرېس ټریبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلثوم نواز د سپټمبر پر ۱۱ لندن کې وفات شوه.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټریبيون ورځپاڼې ليکلي چې پخوانى لومړى وزير نوازشريف، لوريې مريم نواز او زوم يې کپټان صفدر په ضمانت له زندانه پرېښول شوي چې د ښاغلي شريف د مېرمنې کلثوم نواز په جنازه کې گډون وکړي.

د پاکستان پنجاب ايالت کورنيو چارو وزارت د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي چې دوى درې واړه ١٢ ساعتونو لپاره له زندان ازاد کړل شوي دي.

پر ټلويزيون خپرو شويو انځورونو کې کتل کېږي چې ښاغلى شريف، لور او زوم يې د گاډو په يوه کاروان کې له اډياله زندانه لېږدول کېږي او ټاکل شوې لاهور ښار ته ورشي.