د مار غوښه خوړل، ایا ګټې هم لري؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مار غوښه خوړل، ایا ګټې هم لري؟

په ویتنام کې د مار له غوښې جوړ خواړه ډېر مینه وال لري او د مار وینه له شرابو سره څښل کېږي. باور دی چې د مار غوښه خوړل د سړي قوت ډېروي، په تېره بیا تر ۵۰ لوړو سړو ته، ټیټ عمره کسان یې دې نه خوري.

سیمه ییز خلک وايي، د مار غوښه خوړل سردرد کموي، هاضمه اسانوي او هډوکو ته ښه ده.