لسیزې وروسته به یوه مور خپل ورک زوی ومومي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لسیزې وروسته به یوه مور خپل ورک زوی ومومي؟

۳۰ کاله مخکې له خپل کور او کلي تری تم شوی و، کورنۍ یې ان قبر ورته جوړ کړی ، خو دا دی په څو اوونیو کې به د اوکرایین په لویدیځ کې یوه زړه مور په دې پوه شي چې ورک زوی یې ژوندی دی که نه. اېګور بېلوکوروف د پخواني شوروي اتحاد د یوه سرتېري په ډول افغانستان ته جګړې ته تللی و خو د مړي ژوندي درک یې نه وو. اوس د افغانستان په شمال کې یو کس وايي چې دی د اېګور د سیمې دی خو نور یې هېڅ نه دې په یاد.