په لاس جوړه جاله
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په لاس جوړه جاله

د هند په ممبۍ کې یوه سړي په خپل لاس جوړه کړې جاله د خلکو خدمت ته وړاندې کړې ده. له خلکو دوې روپۍ اخلي او هغوی له ناپاکو اوبو - د ډنډ له یوې غاړې بلې - ته وړي. د ده مشتریان ډېر ورسره خوښ دي ځکه وخت یې لنډ او بیه یې کمه ده. خو خپله سړی په اندېښمن دی وايي کاروبار به یې ور بند کړي.