افغانستان ته پر درېیو ایراني توکو بندیز

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ایران د سوداګرۍ خونې غړي علي شریعتي ویلي دا بندیز له اقتصادي بندیزونو سره تړاو لري چې امریکا پر ایران لګولي دي.

ایرانۍ ورځپاڼې فایننشیال ټریبیون لیکلي چې افغانستان له ایرانه سره له ننه دغه هېواد ته د درېیو توکو پر صادراتو بندیز لګولی چې هغه د تېلو د محصول اړوند توکي، سیمټ اوسپنه، کاشي او سیرامیک دي.

د ایران د سوداګرۍ خونې غړي علي شریعتي ویلي دا بندیز له اقتصادي بندیزونو سره تړاو لري چې امریکا پر ایران لګولي دي.

شریعتي زیاته کړې ده چې د افغانستان اړوند چارواکو سوداګرو ته ویلي چې دې خبر داري ته پام وکړي او په دې برخه کې له ټولو ایراني سوداګرو خپلې معاملې تصفیه او هغه توکي چې له وړاندې یې اخیستې دي افغانستان ته ولیږدوي.

ډیلي ټایمز لیکلي، افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د تېر ناخوالې هیرې کړې.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی و

ورځپانه زیاتوي، یوه چارواکي چې کابل د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې ملګری و ورته ویلي پاکستاني پلاوي افغان لوري ته ویلي چې د ښو اړیکو پاللو لپاره د پاکستان د نوي حکومت نیت ته دې د قدر په سترګه وګوري، ځکه چې نوی لومړی وزیر عمران خان پیاوړې سیاسي اراده لري چې له افغانستان سره اړیکو کې بدلون راولي او د بدلون لپاره د پاکستاني لوري دې هڅو ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي.

ورځپاڼې لیکي، دغې سرچینې ورته ویلي هوکړه وشوه چې د تېر وخت زړه بدوالی هېر کړل شي او د نوي پیل لپاره راتلونکې ته پام وشي.

هندۍ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ورته ویلي چې پاکستان څه موده وړاندې له افغان لوري سره اړیکه نیوکه نیولې او وړاندیز یې کړی و چې غواړي د پاکستان له لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرۍ د بیا پیل په اړه خبرې وکړي.

د ا مریکا سفیر ورځپاڼې ته ویلي د دې وړاندیز دوه دلیله کیدای شي یو دا چې د هند او افغانستان ترمنځ دهوا له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې او بله دا چې له ازبکستان سره هم د افغانستان راکړه ورکړه ډیره شوې ده .

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالله عبدالله (ښۍ خوا) او جان بس

الشرق الاوسط ورځپاڼې لیکلي د سوریې په ادلب ولایت کې د څو هېوادونو ګټې سره په ټکر کې چې ښايي تر ټولو مهم یې د ترکیې او روسیې ګټې وي.

دا چې د ادلب یوه برخه د ترکیې سره ګډه پوله لري نو د ورځپاڼې په وینا که روسیه ، ، ایران او سوریه پر دغې سیمې خپل واک ټینګ کړي نو ترکیه دا د خپلو ملي ګټو پر زیان بولي.

ورځپاڼه د څو اروپايي هېوادونو هغو خبرداریو ته اشاره کوي چې پر ادلب یې د پراخ برید په اړه ورکړی او هلته یې د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه هم خبر داری ورکړی او زیاتوي پر ادلب د عملیات برخلیک به د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو راتلونکې سرمشریزه ټاکي چې په پام کې ده په څو راتلونکو ورځو کې ترسره شي.