امریکا پر چینایي توکو نوې تعرفه ولګوله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي چارواکي وايي، هڅه کوي د کورنیو پر ورځانه توکو مالیې لوړې نه شي.

د امریکا متحده ایالتونه له چین سره سوداګرۍ جګړه کې د دوه سوه میلیارد ډالرو په ارزښت چینايي توکو نوې تعرفه لګوي.

دا تعرفه پر نږدې شپږ زره ډوله توکو لګېږي او په دې برخه کې د بېجینګ پر وړاندې د واشنګټن تر ټولو لوی ګام دی.

لاسي بکس، وریجې او منسوجات هم پکې راځي، خو ځینې نور توکي لکه ځيرکې ګړۍ (سمارټ واچ) او لویې څوکۍ چې په نښه کېدلې اوس دغه تعرفه کې نه دي راغلې.

چین لا د مخه خبرداری ور کړی چی د امریکا د تعرفو په مقابل کې به ورته ګام اخلي.

دا تعرفې د روان سپټمبر له ۲۴ د ۱۰ سلنه مالیې زیاتولو سره پیلېږي او که دواړه لوري کومې هوکړې ته ونه رسېږي، راتلونکی کال یې تعرفه ۲۵ سلنې ته پورته کېږي.

* "د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"

* چین له امریکا ډېر ځواکمن او تر ټولو چټک کمپیوټر لري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، وروستۍ تعرفه یې د چین د "نامناسب سوداګریز" چلن له امله ده چې دی یې سب سایډۍ او هغه مقررات بولي چې له امله یې چین ځینې سیکتورونو کې بهرنۍ کمپنۍ د ځايي شریکانو پیدا کولو ته اړ کوي:

"موږ د همدغو بدلونونو ښکاره خبره کړې وه. موږ چین ته هر ډول چانس ور کړی چې له موږ سره مناسب چلن وکړي، خو چین خپل دریځ بدل نه کړ."

هغه دا ګواښ هم وکړ که چین ورته ګام اخلي، نو متحده ایالتونه به سم لاسي دریم پړاو پیل کړي او دا په دې مانا ده چې واشنګټن د بېجینګ د ۲۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت توکو تعرفه لګوي.

که امریکا پر دغو ۲۶۷ میلیارد ډالرو ارزښت توکو مالیه لوړوي، په دې مانا ده چې پر ټولو چینايي وارداتو مالیه لګېږي.

د چین د ونډو بازار هم د سې شنبې په ورځ غورځېدلی دی.

دریم ځل تعرفې لګول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د چین په وریځو هم مالیه لګولې ده.

دا په روان کال کې دریم ځل دی چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت دغه هېواد ته پر چینايي وارداتو تعرفه لګوي.

په تېر جولای کې واشنګټن د چین د ۳۴ میلیارد ډالر په ارزښت تولید مالیه لوړه کړه.

تېره میاشت یې په دویم ګام کې د ۱۶ میلیار ډالرو په ارزښت چینايي توکو ۲۵ سلنه مالیه لوړه او له چین سره سوداګریزه جګړه نوره هم سخته کړه.

دا وروستی ګام یې په دې مانا دی چې امریکا ته د چین د ټولو صادراتو پر نیمايي تعرفه لوړه شوې ده.

* تجارتي جګړه څه ده؟

* سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟

دا تراوسه تر ټولو ستره تعرفه ده او د نورو پخوانیو تعرفو اپوټه د کور وسایل لکه المارۍ او څوکۍ هم په نښه کوي.

دا په دې مانا ده چې عادي کورنۍ به د لوړو بیو اغېز احساس کړي.

د امریکا کمپنیو لا د مخه د لوړو بیو له اغېزمنېدلو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ور کړی چې دې سره د دندو کمېدو وېره هم شته.

که څه هم اقتصادپوهان په ټول کې اټکلوي چې د امریکا پر اقتصاد به د تعرفو اغېز کم وي، خو دا خبرداری هم ور کوي چې د دې اغېز اټکل سخت دی.

کوم توکي په نښه شوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په نوې مالیه کې د چین په هر ډول کبانو هم تعرفه لوړه کړې ده.

چارواکو ویلي دوی تر خپل وس هڅه کوي د کورنیو توکي له لوړو مالیو بچ کړي.

خو د تعرفې وروستي پړاو کې ډېر ورځني کارېدونکي توکي لکه المرۍ، لاسي بکسونه تشناب کاغذونه او وړۍ هم شته.

* چین به پر کاروباري نړۍ واکمن شي؟

* چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

په دې تعرفه کې څو خوراکتوکي هم دي، لکه یخچالي غوښه، هر ډول کبان، سویابین، ډول ډول مېوې او وریجې او نورې غلې دانې.

هغه توکي هم پکې دي چې د کمپیوټري شبکو چارو سره مرسته کوي لکه روټرونه.

کوم توکي لرې شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د چین د ۴۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت توکو د مالیې زیاتولو خبره کړې.

هغه توکي چې د امریکا تعرفه پرې لګېدله شمېر یې له شپږ زرو ډېر و.

خو امریکايي چارواکو وروسته وویل چې درې سوه ډوله توکي یې ترې لرې کړل.

په لرې شویو توکو کې ځیرکې ګړۍ، د سیکل خولۍ، لوبتوکي، لوړې څوکۍ او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ګاډو څوکۍ راځي.

* ولسمشر ټرمپ ولې فضايي پوځ جوړوي؟

* امریکا ته د چین ځواب؛ هر ځای ته پوځ او وسلې لېږو

دا بدلون د اپل، ډیل او هیولېټ پاکارډ په څېر د کمپنیو له مخالفت وروسته وشو.

دا کمپنۍ وېرېدلې چې نوې تعرفې سره به د دوی د هغو ډېرو توکو لګښت زیات شي چې په چین کې یې جوړوي.

امریکا ولې مالیه لوړوي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د پیسو نړیوال صندوق وايي، د ډونلډ ټرمپ تعرفې نړیوال اقتصاد وده ګواښمنوي.

سپینه ماڼۍ وايي، د چین د ناسمې سوداګرۍ پالیسۍ له امله د دغه هېواد پر توکو مالیه لوړوي.

امریکايي چارواکي هیله من دي چې دغه اقتصادي ګوزار به د چین حکومت د خپلې سوداګرۍ پالیسۍ بدلولو ته اړ کړي.

خو له دې سره سره امریکا کې ډېر سوداګر د واشنګټن دغه ګام نیوکې کوي.

په مقابل کې چین له خپلې سوداګریزې پالیسۍ دفاع کوي.

بېجینګ د امریکا د تعرفو لوړولو په ځواب کې د پنځوس میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي تولیداتو مالیه لوړه کړې ده.

بېجینګ دا هم ویلي چې د ۶۰ ملیارد ډالرو په ارزښت نورو امریکايي توکو هم د مالیې زیاتولو پلان لري.

دواړه لوري خبرې کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا او چین تر منځ د تعرفو لوړولو په تړاو خبرې مۍ میاشت کې ناکام شوې.

د ستونزې د حل لپاره د دواړولورو د لوړې کچې خبرې تېره مۍ کې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د بیا خبرو لپاره روانو هڅو کې هم کوم پرمختګ نشته.

امریکايي او چینايي چارواکي تېره اونۍ د نویو خبرو لپاره سره وغږېدل، خو د ښاغلي ټرمپ وروستی ګام ښايي د دوی اړیکي نور هم خراب کړي.

چینايي چارواکوویلي که ټرمپ د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت توکو تعرفه ولګوي، دوی له واشنګټن سره پر اړوند مسله خبرې نه کوي.