ملګري ملتونه: یمن کې د لوږې ختمولو کې پاتې راغلي یو

یمن د انځور حقوق MOHAMMED AWADH/ SAVE THE CHILDREN
Image caption د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، درې پر څلور یمنیان (یا ۲۲ میلیون کسان) بشري مرستو ته اړتیا لري،

د ملګرو ملتونو بشري چارو چارواکو ویلي، نړیوال بنسټونه په یمن کې د "لوږې ضد مبارزه" له ماتې سره مخامخ شوي دي.

شمېرې ښيي، چې یمن کې اته میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ وو، چې اوس پرې ۳٫۵ میلیون نور وګړي هم ورزیات شوي.

په یمن کې د پولي واحد رالوېدو له کبله د توکو بیې هم لوړې شوې.

ملګري ملتونه وايي، یمن کې "د ځمکې پرمخ تر ټولو ناوړه وضعیت" دی.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لووک د جمعې په ورځ امنیت شورا ته وویل: "د لوږې ضد جګړه کې مو ماتې وخوړه."

د یمن بل مخ

یمن: پر بس ګاډي بمبارۍ کې ماشومان وژل شوي

منصور هادي: یمن کې د سعودي ښکېلتیا له تمې ډېره اوږده شوه

خلک د ونو پاڼې خوري

دی زیاتوي: "اوس مو په مخ کې داسې سیمې دي چې د لوږې له حالت سره مخامخ دي، چې هلته خلک د ونو پاڼې خوري؛ ځکه چې هېڅ ډول خواړه نه مومي."

امنیت شورا د بریتانیا په غوښتنه یمن کې د شخړې له ډېرېدو سره د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه.

یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو پرضد، چې د ایران ملاتړ هم ورسره دی، جنګېږي.

حوثي یاغیان پر پلازمېنه صنعاء واکمن دي.

لووک وویل، وضعیت ډېر ناوړه شوی، ان تر دې چې په وروستیو اونیو کې بېرته نه ستنېدونکې نکتې ته رسېدلی.

تر یوې نسبي ارامۍ وروسته، رونه اونۍ د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو د حوثیانو تر واک لاندې الحدیدة سمندرغاړې سیمې بمبار کړې، دا د بشري مرستو د لېږد مهمه لار وه.

حوثیان له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر الحدیدة واکمن دي، خو تېره اونۍ جنیوا کې ملګري ملتونه وتوانېدل چې د جګړې ښکېلې غاړې د خبرو مېز ته کښېنوي.

خو خبرې د روانې میاشتې لومړیو کې وروسته تر هغه ځنډول شوې، چې په شمال کې حوثیانو خبرو کې له ګډونه انکار وکړ.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، درې پر څلور یمنیان (یا ۲۲ میلیون کسان) بشري مرستو ته اړتیا لري، چې اته میلیونه یې د خوړو عاجلې مرستې ته محتاج دي.

یمني ریال تېره میاشت خپل ۳۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړ، چې د سونتوکو بیو کې پاموړ لوړوالی راغی. یمن ته ډېری سونتوکي له بهره واردېږي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption روانې جګړې یمن تر ډېره ویجاړ کړ، په تېره بیا هغه وخت چې حوثیانو د پلازمېنې صنعاء په ګډون د هېواد ډېری لوېدیځې برخې ونیولې او ولسمشر عبد ربه منصور هادي بهر ته تېښتې ته اړ شو.

لووک د اقتصادي ثبات لپاره د ټولو پرانیستو سمندي لارو د پرانیستلو د سم لاسي اجرآتو غوښتنه کړې.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن شخړه کې په ۲۰۱۵ کال ورګډ شو، د حوثي یاغیانو پرضد یې په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ وکړ.

روانې جګړې یمن تر ډېره ویجاړ کړ، په تېره بیا هغه وخت چې حوثیانو د پلازمېنې صنعاء په ګډون د هېواد ډېری لوېدیځې برخې ونیولې او ولسمشر عبد ربه منصور هادي بهر ته تېښتې ته اړ شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یمن کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي، چې درې برخې یې ولسي وګړي دي او ۵۵ زره نور ټپیان شوي.

ورته مطالب