"افغانستان کې د چین پوځي حضور ته اړتیا شته"؟

واخان د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه هم چین په واخان د پوځي حضور خبره په کلکه ردوي خو کافي دلایل شته چې چین غواړي واخان کې محدود پوځي حضور ولري

ډیپلومات مجلې په افغانستان کې د چین د نفوذ په اړه یو مطلب خپور کړی او سرلیک یې دی "په افغانستان کې د چین پټ پرمختګ".

لیکوال په دې نظر دی چې د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په کتو، چین داسې انګیري چې هلته وضعیت ورته ګواښ دی؛ نو ځکه یې په افغانستان کې د لیکوال د ادعا له مخې خپل حضور په کراره پراخوي.

د لیکوال په وینا، په افغانستان کې د چین د حضور تر ټولو لوی دلیل د چین په سینکیانګ کې له افغانستان سره پر ګډه پوله له ناکراریو وېره ده چېرته چې اویغور مسلمانان مېشت دي.

د دې مطلب لیکوال هغو راپورونو ته چې وايي د افغانستان په واخان کې چین د یوې پوځي اډې تابیا لري اشاره کوي او زیاتوي د اسلامي بنسټپالو ډلو د کنټرول او په منځنۍ آسیا کې اقتصادي نفوذ لپاره اړتیا ده چې چین په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

لیکوال په بدخشان کې د چین مرستو او د افغان ځواکونو روزنې پروګرام ته په کتو په دې نظر دی چې چین غواړي په افغانستان کې پوځي حضورولري، هغه څه چې دده په وینا چین ددې جوګه کوي د افغانستان د سولې په بهیر کې هم رغنده رول ولوبوي او تر هند د افغانستان په چاره کې یو ګام وړاندې شي او په دې کار سره به یې نړیوال اعتبار هم زیات شي.

د دې مسالې د نچوړ په توګه لیکوال په دې نظر دی چې د افغانستان واخان د چین د لاس غځولو ته باید په انتقادي نظر وکتل شي، دی وايي که له یوه اړخه چین د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره دغې سیمې ته مخه کړې خو له بله پوله واخان ځکه چین ته مهم دی چې افغانستان په سیمه کې ستراتیژیک ارزښت لري.

دی وايي که څه هم چین په واخان د پوځي حضور خبره په کلکه ردوي خو کافي دلایل شته چې چین غواړي واخان کې محدود پوځي حضور ولري او په دې سره به چین په سیمه کې د بدلونو په لړ کې د یوه داسې ځواک په توګه مطرح کړي چې انډول رامنځته کوي.

برتانوۍ ډیلۍ اېکسپرېس ورځپاڼې په لندن کې د افغانستان د سفیر سید طیب جواد له قوله لیکلي چې ښايي برتانوۍ کمپنۍ په افغانستان کې د سرو زرو او مس په برخه کې پانګونه وکړي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ویل کېږي د سرو کان چې برتانوي کمپنۍ غواړي په کې پانګونه وکړي په بدخشان کې دی خو په دې سیمه کې اوس طالب وسله وال فعال دي.

د دې ورځپاڼې په وینا سفیر ورته ویلي شونې ده چې لږ تر لږه دوه برتانوي کمپنۍ په دې برخه د استخراج امتیاز تر لاسه کړي او د پانګونې ارزښت به یې دوه نیم میلیارده پونډو ته ورسېږي.

ویل کېږي د سرو کان چې برتانوي کمپنۍ غواړي په کې پانګونه وکړي په بدخشان کې دی خو په دې سیمه کې اوس طالب وسله وال فعال دي.

د ایران په اهواز کې د پروني برید په اړه له لندنه خپریدونکې ورځپاڼه "العرب" لیکي دا برید د "اسلامي انقلاب" پر ساتونکي ځواک تر ټولو خونړی دی ، هغه ځواک چې د ورځپاڼې په وینا د ایران د مذهبي رژیم توره بلل کېږي او د سیمې په هېوادونو لکه عراق، سوریه او یمن کې په ایران د لاسوهنو کې لوی رول لري.

ورځپاڼه لیکي ځینې څارونکي په دې نظر دی چې د شنبې ورځې د هغه څه پایله ده چې ایران یې په نورو هېوادونو کې کوي، د ورځپاڼې دادعا له مخې دا چې ایران د سیمې په هېوادونو کې مذهبي ډلو جوړولو کې مرسته کړې دې چارې په ایران کې دننه هم لږکي هڅولې چې په ورته اقدام لاس پورې کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایران اهواز کې پر پوځي پرېډ برید ۲۹ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل

علي خامنه يي: د امریکا متحدین په ایران کې بې ثباتي غواړي

د قطر "الرأي" ورځپاڼه لیکي، د اماراتو د ولیعهد سلاکار عبد الخالق یو ټویټ د دې لامل شوی چې خلک فکر وکړي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران په اهواز کې د برید تر شا دی.

عبد الخالق په خپله ټویټر پاڼه د محمد بن سلمان پر یوه پخوانۍ مرکه استدلال کړی چې ویلي و د روانې جګړې اور به تر ایران ورسېږي، نوموړي لیکلي پر پوځي هدفونو برید ترهګریز برید نه دی او ایران ته د جګړې غزول له پخوا ټاکل شوې لاره ده او په راتلونکې کې به نوره هم پراخه شي.

ورته مطالب