پاکستانی افسر له کویتي پلاوي په غلا تورن شوی

پاکستان د انځور حقوق YOUTUBE
Image caption د امنیتي کمرو ویډیو کې پاکستان افسر لیدل کېږي، چې د کویتي پلاوي یوه غړي پر مېز پاتې بټوه جېب ته کوي

د پاکستان له ضرار حیدر خان نومي یوه لوړ پوړي ملکي چارواکي له هغه وروسته پوښتنې ګروېږنې کېږي، چې ویل کېږي د امنیتي کمرو یوه ویډیويي کلیپ کې داسې حال کې لیدل شوی، چې پاکستان ته له یوه ورغلي کویتي چارواکي یې بټوه غلا کړې.

پېښه د هغه کویتي پلاوي لپاره په یوه رسمي مېلمستیا کې وشوه، چې هلته له نوي پاکستاني حکومت سره د سوداګرۍ په تړاو خبرو ته تللی و.

له دغې پېښې سره یوه تړلې بله ناخواله دا وه، چې پر رسنیو د دغې پېښې په تړاو د مشکوک کس ضرار حیدر خان پر ځای د یوه بل سړي تصویر خپور شوی، چې زاید حیدر نومېږي او د امریکا متحدو ایالتونو کې اوسي.

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وايي، ضرار حیدر د پاکستان صنعت او تولید وزارت سکرتر دی او دوی د کویتي پلاوي بټوې غلا پېښې څېړنه پیل کړې ده.

له دې مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي و، د امنیتي کمرې ویډیو کې دغه چارواکی لیدل کېږي، چې د مېلمستیا له مېزه د کویتي دیپلومات بټوه پورته کوي او خپل جېب کې ږدي.

د غلا دغه پېښه د کویتي پلاوي له شکایت وروسته رسوا شوه.

د ورځپاڼې رپوټ کې راغلي په غلا شوې بټوه کې (کافي اندازه کویتي دینار وو) او د چارواکو له لوري د امنیتي کمرې تصویرونو له لیدو وروسته مشکوک کس وپېژندل شو.

د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، کویتي پلاوي (چې سخت پاریدلي وو) د مشکوک کس ورپېژندلو غوښتنه کوله.

د پېښې رپوټونه د سیمې پر ټلویزیونونو خپاره شول او پر خواله رسنیو پرې بحثونه وشول.

د ټویټر پاکستاني کاروونکو له یوه میلمانه پلاوي د غلا دغه پېښه له شرمه ډکه وبلله او د خواله رسنیو یوه هندي کاروونکي بیا د پېغور په توګه لیکلي:

'' کله چې د کوچنیو هېوادونو کوچني چارواکي د لویو خلکو بټوې وویني، بیا نو دغسې پېښې کېږي.

پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال فېشن اونۍ

پاکستان د جبري بې درکیو څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی

بل لور ته د پاکستان ټوډې ورځپاڼې رپوټ وايي، دغې پېښې سره یوه تېروتنه هم مله وه او هغه دا چې د پېښې له رپوټونو سره پر ټلویزیونونو او خواله رسنیو د مشکوک پاکستاني افسر پر ځای د زاید حیدر نومي سړي تصویر خپور شو، چې د بېړنیز حالت څېړونکی دی او د امریکا متحدو ایالتونو کې ژوند کوي.

ښاغلی زاید د سپینې ماڼۍ همکار دی او دغه راز د نړیوالو مطالعو او ستراتيژۍ له مرکز سره هم مهم همکار دی.

د انلاین خبري شبکې ډیلي پاکستان رپوټ کې ویل شوي، د بې ګناه زاید حیدر تصویر د ضرار حیدر د تصویر پر ځای پر انټرنېټ خپور شو او بې شمېر خلکو ورته بد، رد او سپکې، سپورې ولیکلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فساد مخنیوي لپاره د لومړي وزیر عمران خان له لومړنیو هڅو سره هممهاله د بټوې غلا پېښه شوې

کله چې د ټویټر له لارې خپله له زاید ضراره پوښتنه وشوه، چې پاکستان کې یې رسنیو تصویر د غلا له یوې پېښې سره خپور کړی دی، نوموړي وویل:

''زما نوم زاید دی- ضرار حیدر نه یم او هغسې چې پاکستان کې ځینې رسنیو یادوونه کړې، دا ټول جعلي خبرونه دی. ''

دغې پېښې پاکستان حکومت ډېر خجیل کړی او چارواکي هیله من دي، د پېښې څېړنه به د کویتیانو غوسه سړه کړي، خو بل لور ته د ټایم رپوټ وايي، د پېښې معانا دا ده، چې هلته د کویت پانګې اچوونې موضوع تېر په هېر شي او د لومړي وزیر عمران خان هغه ارمان هم زیانمنېدای شي، چې د خپل هېواد لپاره مالي او اقتصادي ملاتړ تر لاسه کړي.