له روان اورګاډي ښوېدلې پېغله وژغورل شوه

اورګاډی
Image caption دې تصویرونو کې د نجلۍ غورځېدو او د نورو مساپرو له لوري د هغې ژغورنې شېبې وینو

پر خواله رسنیو د هند ممبۍ کې یو ویډیويي کلیپ خپور شوی، چې پکې یوه پېغله نجلۍ له روان اورګاډي ښوېږي، خو ورسره ولاړ مساپر یې له لاندې غورځېدو ژغوري.

دغه ویډيو پر یوټیوب پاڼه خورا ډېرو کسانو کتلې، چې پکې نجلۍ د اورګاډي دروازه کې داسې حال کې لیدله کېږي، چې مبایل ټیلیفون پورې غوټه هېډفونز یا غوږۍ یې غوږونو کې ټومبلې دي.

ناڅاپه پر څنګلورې پټلۍ یو بل اورګاډی ځغلي، د نجلۍ پښه ښوېږي، خو ورسره ولاړ مساپر یې له لاندې غورځېدو مخکې په چټکۍ سره راټینګوي.

اورګاډي ته له بېرته ختلو وروسته د نجلۍ پر مخ حیرانتیا له ورایه معلومېږي او وروسته ځای پر ځای کېناسته. ځايي پولیس د دغې نجلۍ له قوله وايي، چې ټیلیفون کې یې خبرې کولې، چې ناڅاپه یې پښه وښوېده.

دا معلومه نه ده چې پېښه کله شوې، خو د اورګاډي پر واګون لګېدلي نښانونه ښيي، چې پېښه د ممبۍ سنټرل ریلویز یا مرکزي اورګاډي شبکې کې شوې ده.

اړونده مطالب