پاکستان کې پر ښځینه پولیس کمانډو جنسي تېری

پاکستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسلام اباد کې دا وروستیو کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښې شوې، خو د امنیتي ځواکونو پر ښځینه همکاره د جنسي تېري دا لومړنۍ پېښه ده

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د جنسي زورزیاتي ښکار شوې ښځینه پولیس کمانډو د روغتون خاص پاملرنې په برخه کې بستري ده. بل لور ته د پېښې پر شپږمه ورځ هم تورن کس نه دی نیول شوی.

ځايي پولیس وايي، په کومه سیمه کې چې پېښه شوې، د هغې سیمې امنیتي کمره فعالیت نه کوي.

د بي بي سي خبریاله فرحت جاوید د ځايي چارواکو له خولې وايي، د ترهګرۍ ضد ځواک له یوه کارکونکي هم د پېښې په تړاو پوښتنې ګروېږنې کېږي، خو د چارواکو په خبره د دغې کمانډو 'مرور ' مېړه، چې مخکې د دغې ښځې د موبایل ډیټا پر بنسټ د پېښې په تړاو نیول شوی و، اوس خوشی شوی دی.

هند کې پر ماشومې جنسي تېری: له غوسې ډک لاریونونه

ایران د "جنسي تېري" په تور ۹ کسان اعدام کړي

نازیه اقبال: کشر ورور مې زما پر لوڼو جنسي تېری کړی

اسلام اباد کې د پولي کلنیک په نامه دولتي روغتون مسوولینو پر دغې ښځینه کمانډو جنسي تېری کېدل تایید کړي دي، چې له پېښې وروسته دغه ښځه وروړل شوې وه.

د پولیسو لومړني رپوټ کې ویل شوي، دغې ښځینه کمانډو له همکارانو سره یو ځای ګزمه کوله او د شپې نهه بجې او پنځه څلوېښت دقیقې کور ته ستنېده، چې نامعلوم کس پرې تېری کړی.

رپوټ کې راغلي کمانډو د ښاري بس تم ځای کې د پلار انتظار کاوه، خو د هغه له ځنډېدو وروسته پلې کور ته روانه شوې وه.

هغه مهال یوه سړي په زور نژدې ونو، بوټو ته بوتله او هلته یې پرې تېری وکړ.

د روغتیاپالانو په وینا روغتون ته له رسېدو وروسته د دغې ښځې روغتیايي وضعیت ډېر خواشینونکی و.

د جنسي تېري ښکار شوې ښځې پولیسو ته ویلي:

''لاس یې زما پر خوله کېښود، بریتور و او ډېر زورور سړی معلومېده، لومړی له نامعلوم لوري راغی، چې ما و نه لید، خړ کالي یې اغوستي وو. ''

د اسلام اباد پولیسو یو افسر امین بخاري وايي، دوی له بېلا بېلو اړخونو دغه پېښه څېړې.

نوموړی افسر وايي، دا پر پولیسو 'هدفي برید ' نه دی، ځکه په وینا یې د پېښې پر مهال ښځینه کمانډو پر یونیفورم برسېره بورقه یا چادري هم اغوستې وه.

نوموړی وايي، دوی ګومان کوي، د برید څرنګوالی له مخې دا د دښمنۍ یا غچ اخیستنې پېښه ده.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلی بخاري وايي، د پولیسو شپږ کاري ډلې د پېښې په اړه تحقیقات کوي.

اسلام اباد کې تېرو څو میاشتو کې له ښځو سره د جنسي زور زیاتي پېښې شوې، چې فاطمه جناح پارک کې پر یوې ښځې د ډله ییز جنسي تېري څلورو مشکوکو کسانو نیول کېدل یې وروستۍ پېښه ده.

له هغه مخکې مارچ میاشت کې دوو کسانو یوه ۱۱ کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژلې وه.